په بدخشان ولايت کي وسله والو طالبانو د خوړو نړيوال سازمان پنځه بار وړونکي موټر سوځولي دي سيمه ايزو چارواکيو ويلي دا موټر د طالبانو يوه سيمه ايز قومندان د وسله والو له لوري په نښه شوي

د بدخشان امنیې قومنداانۍ دا منیت آمر سخیداد حیدري ویلي: دا پیښه تیره ورځ په داسې حال کې رامنځته شوه چې دا موټر یاوان ولسوالی ته د خوړو د رسولو وروسته د بیرته راتګ په حال کې وو او د سرصوفه ولسوالی اړوند سیمه کې وسوځول شول. د امنیت آمر ویلي: دا موتر د مولوی صفی الله وسله والو له لوري چې د طالبانو یو سیمه ایز قومندان دی سوځول شوي دي. ده ویلي وسله والو طالبانو ددې موټرو پنځه تنه چلونکي هم له ځان سره بیولي وو خو له څو ساعتونو وروسته یې بیرته خوشي کړي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ملګر ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې یو نیم میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري او د تیر کال په پرتله په دې شمیره کې درې سوه اولس زره ډیروالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د ریپوټ له مخې له هرو څلورو افغانانو څخه یو تن یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *