د نيمروز ولايت خان آباد بندر پر تاسيساتو د وسله والو بريد په شا تمبول شوی او په دي نښته کي اوه وسله وال وژل شوي دي

له فراه ولايت څخه د رارسيدلو ريپوټونو له مخي امينتي ځواکونو د سلگونه وسله والو له لوري بريد په شا تمبولی دي

د فراه ولايت په خاک سفید ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ویلي: د پنځو سوو په شاوخوا کې وسله والو پر دې ولسوالۍ برید کړی وو ترڅو دا ولسوالۍ ونیسي خو افغان امنیتي ځواکونو نه یواځې چې دا برید یي شند کړی بلکې دوی ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده. په فراه ولایت کې د ملي اردو ویاند عبدالروف رحماني ویلي په دې نښته کې نولس وسله وال وژل شوی او اوه ویشت نور ټپیان دي.

له بلې خوا د نیمروز ولایت د کمال خان بند د ساتنی قطعی قومندان فضل احمد زوری ویلی چی پر دې بند یې د وسله والو برید شند کړی او په دې نښته کې اوه وسله وال وژل شوی دی ده ویلي په دې ځو ساعته نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالی کی شتون لری او د هیواد له مهمو پروژو څخه شمیرل کیږي د سیمه ایزو مسولینو په وینا ددې بند په ااوبو سره سل زره جریبه ځمکه خړوبه کیږي اتیا زره کسان پکې بوخت دي او نهه میګاواټه برښنا تولیدوي ددې ډنډ لومړي فاز کار بشپړ شوی او دوهم فاز کار یې اتیا سلنه مخ ته تللی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *