د اروپا په بيلا بيلو ښارونو کې په لسگونه زره کسانو د کډوالو له حقونو د دفاع په ملاتړ لاريونونه تر سره کړې. لاريون کونکو له خپلو حکومتونو غوښتي ترځو له کډوالو سره ډيره مرسته وکړي   له دي لاريونونو لوی لاريون په لندن کي تر سره شو. همدارنگه د اورپا په ختيځ کې بيا د کډوالو پر ضد لاريون شوی دی

د اروپا په لندن، آتن، بوداپست، مادرید، استاکهلم او یو شمیر نورو ښارونو کې د کډوالو د حقونو په ملاتړ لاریونونه تر سره شوي دي او لاریون کونکو له خپلو حکومتونو غوښتي ترڅو په اروپا کې د کډولو لپاره ډیرې مرستې په پام کې ونیسي. له دې تر ټولو لوی لاریون د لندن پارلمان ډګرکې تر سره شوی وو. لاریون کونکو تر دوه زره شلمه د شلو زرو کډوالو د منل کیدو پریکړه د خندا وړ ښودلې او له حکومته یي غوښتي ترڅو په خپل هیواد کې ډیریو کډوالو ته ځای ورکړي.

د کارګر ګوند نوي مشر جیرمي کوربین په دې لاریون کې په ګډون سره حکومت د ډيرو کډوالو منلو ته هڅولی دی.

جيرمي کوربين ویلي: ” نن خلک د پآرلمان ډګر ته سره را ټول شوي دي او حکومت ته وایي ترڅو خپلو ژمنو ته د درک قانون له مخې سمون ورکړي او د قانون له مخې له خلکو سره مرسته وکړي دا به ښه کار وي خپل زرونه لاسونه پښې او فکرونه مو د سرخوړلو کډوالو لپاره مرستو چمتو کړی دوی هم زمونږ په څیر انسانان دي او د خپل ژوند لپاره امنو سیمو ته اړتیا لري.”

د کوپنهګن په ښار کې تر دیرشو زرو کسانو په لاریون کې ګډون کړی وو له دې سره د اروپا په ختیځ د ورشو، پراګ او براتیسلاوا په څیر په ښارونو کې اروپا ته د کډوالو په ځانګړې توګه د مسلمانو کډوالو پر ضد لاریونونه تر سره شوي دي. دا لاریونونه په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې په دې وروستیو کې په لسګونه زره کډوال د اروپا په لور روان دي او ددې ټولنې کمیسیون د یوسل شپیتو زرو کډوالو منل کیدل تصویب کړي دي.

بله خوا ملګرو ملتوو خبرداری ورکړی که چیرې په سوریه کې جګړه همداسې دوام وکړي د روان کال تر پایه به یو میلیونه نور سوریان هم کډوالی ته اړشي. تر اوسه څلور میلیونه سوریان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي او اوه میلیونه نور په خپل هیواد کې بیځایه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *