اسامه پسې پاکستان ته نه ورتګ د امریکا لویه تیروتنه وه

د امريکا استخباراتو دفاعي ادارې پخوانى مشر مايکل فليين وايي تاوتريخوالى به تر هغه دوام ومومي چې په توندلارې سياسي اسلامي آيديالوژۍ کې بدلون نه وي راغلى.

ښاغلي فليين چې د سپتمبر د يوولسمې د بريدونو څوارلسمې کليزې په ياد له بي بي سي سره مرکه کوله ومنله چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړې ډېر نيمگړتياوې لرلې او په پايله کې يې په ځينو برخو کې د تندلارو شمېر لا ډېر شوى.

دغه پخواني امريکايي چارواکي وويل د سپتمبر له پېښې وروسته په پاکستان کې د اورپکو اډو ته هم بايد پام شوى وى.

د سي ای اي پخواني مشر مایکل فلیین وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې لومړنۍ پاتې راتلنه د هغو ټولنو په مذهبې ټولنیزو او دودیزو حساسیتونو نه پوهېدل وه چې موږ په کې فعالیت کاوه او دا ناکامي لامل شو چې شته سرچینې د هغو ګواښونو پر وړاندې سم ونه کارېږي چې موږ ورسره مخامخ و.

د ښاغلي فلیین په باور امریکا له یوه دودي ذهنت سره خپل غلیم پسې ور ودانګل او کلونه یې همدغه ذهنیت درلود خو اوس پوهېدلي چې د دغه غلیم ایدیالوژي مهمه ده یعنې توندلاری اسلام او دغه ایدیالوژي کې باید بدلون راشي:

   موږ باید داسې نه وای کړی چې افغانستان ته لاړ شو په داسې حال کې چې پناه ځایونه یې په پاکستان کې و پاکستانیانو تېروتنه وکړه د ترهګرو ډلو شمېر هلته ډېر شو

“تر هغه چې په دغه ایدیالوژي کې ځینې بنسټیز بدلون را نه شي دا ستونزه به دوام لري په اسلامي نړۍ کې ځینې مشران شته چې دا وايي، په مصر اردن سعودي عربستان او پاکستان کې مشران چې زه له هغوی سره ناست یم مکراً یې ویلي دي او که داسې نه وي نو په منځني ختیځ، منځنۍ آسیا، پاکستان، افغانستان او د لویدېځې افریقا به پرله پسې له جګړې سره مخامخ وي اوږد مهاله ایدیالوژي که جګړه”.

د سولې د نړیوال شاخص پر بنسټ د نړۍ په لرو او بر کې امنیت کمزوری شوی او په منځنۍ کچه په هر هېواد کې د بې امنیتۍ کچه دوه نیم سلنه ډېره شوې د ترهګریز بریدونو د قربانیانو شمېر هم ډېر شوی.

ښاغلي فلیین مني چې اوسنی حالت تر یو بریده د ترهګرۍ پر وړاندې له جګړې سره تړلی خو وايي، د اسلامي ټولنو او دودونو کې ځینې داسې ژورې ستونزې شته چې باید ورته پام وشي:

“اړتیا وه چې موږ ورشو او اسامه بن لادن ومومو خو باید د عملي کولو په اړه یې فکر شوی وای موږ یو شمېر هېوادنه چې په سر کې امریکا وه د تندلارو د شمېر د کمولو پر ځای مو ستونز پیچلې کړه هغوی موږ ته د برید ګر په سترګه ګوري خو به مصر اردن یمن او سعودي عربستان کې ستونزې د هغوی خپلې دي امریکا نه دي جوړې کړې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شمېر ډېریدا د امریکا له امله نه ده د دوی خپل ټولنیز او اقتصادي ستونزې دي”.

پر عراق او لیبیا د برید تېروتنه

Image caption ښاغلي فلیین چې د سپتمیر د ۱۱ پېښې د تلین پر مهالې له بي بي سي سره مرکه کوله وویل، د سپتمبر له پېښې وروسته امریکا باید د خپلو کړنو لپاره رڼه ستراتېژي درلودی

د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر وايي، د تندلارو عناصرو ماتولو لپاره باید په اسلامي ټولنو کې بدلون راشي او پر عراق او لیبیا بریدونه هم تېروتنې بولي.

ښاغلي فلیین چې د سپتمیر د ۱۱ پېښې د تلین پر مهالې له بي بي سي سره مرکه کوله وویل، د سپتمبر له پېښې وروسته امریکا باید د خپلو کړنو لپاره رڼه ستراتېژي درلودی اوپه کره توګه یې په دې پوهېدی چې څه کول غواړي د ښاغلي فلیین په وینا امریکا باید مخامخ ستونزې پسې تللی وی او له حلولو وروسته یې شاته شوی وای:

“له پوځي پلوه سمه وه چې ورشو روزنیز کمپونه ویجاړ کړو بن لادن، الظواهري او شبکه یې پسې واخلو خو که هغوی پاکستان ته ورغلل لکه چې ومو لیدل نو باید پر پاکستان مو فشار ډېر کړی وای موږ باید داسې نه وای کړی چې افغانستان ته لاړ شو په داسې حال کې چې پناه ځایونه یې په پاکستان کې و پاکستانیانو تېروتنه وکړه د ترهګرو ډلو شمېر هلته ډېر شو او اوس پاکستان ستونزه لري پاکستان کولی شي تل ملامتي په امریکا واچوي خو ډېر ملامت په خپله دي دوی په پاکستان کې د ننه پناه ځایونو ته اجازه ورکړه”.

د امریکا د استخباراتو دغه پخواني مشر خبرداری ورکړ چې ‘اسلامي دولت’ نومې ډله غواړي په افغانستان کې هم د عراق په څېر فعالیتونه ولري.

ښاغلي فلیین ټینګار کوي چې د اسلامي هېوادونو مشران له منځلارو علماوو سره کولی شي د خپلې ټولنې پر وړاندې د تندلارۍ دغه ستونزه هواره کړي. د ده په وینا دوی باید خپل غږونه ډېر راپورته کړي چې تر اوسه پورې داسې نه دي شوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *