په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي

د امریکا بې پيلوټه الوتکې په ننګرهار ولايت کې د پوليسو يو موټر چې د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلی وو بريد کړی.

د ننګرهار د پوليسو وياند محمد حسين مشرقي وال ويلي په دې بريد کې پنځه وسله وال مخالفان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ده په وينا دغه پېښه د لالپورې ولسوالۍ په مارسينګي سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د پوليسو وياند وايي په وژل شويو کسانو کې د وسله والو مخالفانو يو قوماندان هم شامل دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان له کومې ډلې سره تړوا لري او تر اوسه هېڅ کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ننګرهار ولايت کې پر طالبانو سربېره نورې وسله والې ډلې لکه د حقاني شبکه او “اسلامي دولت” ډله هم فعاليت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *