په کابل کي د وزگاری پر وړاندې د ځوانانو له لوري لاريون شوی

ځوان لاريون کونکو د مونږ کار غواړو تر شعار لاندې، دولت خلکو په ځانگړې توگه ځوانانو ته د بوختيا په رامنځ ته کولو کې پاتي ښودلی او له دولت څخه يي غوښتي ترڅو ځوانانو ته بوختيا رامنځ ته کړي

چند ثانيه تصوير با صدا از راهپيمايي و سردادن شعار….

په هیواد کې د وزګارتیا او ناامنۍ ډيرښت د ځوانانو، محصلینو او بیلا بیلو هیوادونو غږونه پورته کړي دي. دې لاریون کونکو چې ډيری د تیرو کلونو فارغ شوي محصلین دي او تر اوسه یې کار نه دی پیدا کړی نن د پارلمان مخې ته په راټولیدو سره یې په لاریون او تحصن لاس پورې کړ. د لاریون کونکو په وینا، د بیکاری ډيرښت د ناامنۍ لامل شوی اوله دې امله ډیری ځوانان یا له وسله والو مخالفینو سره یوځای کیږي او یا هم له هیواده تښتي.

د بیکاری او وزګاری پر وړاندې غورځنګ وایي: دوی د تیرې اونۍ له دوشنبې راهیسې د وزګاری پر وړاندې لاریونونه پیل کړي او غوښتل یې چې د تحصن کیږدۍ ودروي خو پولیسو له دوی سره بد چلند کړی او ددې کار اجازه یې نه ده ورکړې.

لاریون کونکو د یوه دولس ماده ایز پریکړه لیک په صادرولو سره له دولت څخه غوښتي ترڅو دوی ته د کار زمینه رامنځ ته او ددوی د دندی امنیت خوندي کړي او که چیرې دولت دې برخې ته پاملرنه ونکړي ددوی له لوری د لاریون لمن به پراخه شي.

د نړیوال بانک له خوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې له دوه زره یولسم کال را په دیخوا هر کال یو سل اتیا زره ځوانان د کار ډګر ته راوځي خو له دوی څخه یواځې شپیته زره تنه د دندو د په تر لاسه کولو بریالي کیږي. د کارکونکو ملي ټولنه وایي، پّ هیواد کې شپارس میلیونه د کار وړ کسان شتون لري او له دوی څخه یواځې درې میلیونه یې په کار بوخت دي او پاتې دیارلس میلیونه نور وزګاره دي. خو د کار وزارت بیا دا ادعا ردوي وایي یواځې څلور میلیونه کسان دندې نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *