تحلیل (څیړنه): په افغانستان کې د شهید له اونیه نمانځنه

په افغانستان کې د شهیدانو له اونۍ او د احمد شاه مسعود له تلین څخه نمانځنه د هغه کسانو لپاره د زړه خبرې کولو په موخه ښه وخت په لاس ورکړ کوم چې پر حکومت نیوکې لري. په دې ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر یو کلن حکومت نیوکې دومره ډیرې وې چې دې ناستې ته یې د نمانځ غونډې نه بلکې د حکومت پر وړاندې د ناستې رنګ ورکړی وو په داسې حال کې چې به دې ناسته کې په خپله ولسمشر ګډون نه درلود.

حتی په دې غونډه کې هغه کسانو هم د حکومت پر کړنو نیوکه کوله کوم چې اوس مهال د حکومت په کړۍ کې دندې لري او د اشرف غني په مشری په کړۍ کې په فعالیت بوخت دي.

لومړی اړخ، د وسله والو طالبانو ترمنځ د واټن رامنځ ته کیدل او په دوه برخو یې ویشل. له دې ناستې دوه ورځې مخکې د طالبانو پیژندل شوي قومندان ملا دادالله منصور او د ملا عمر ورور داسې پیامونه ورکړل چې د طالبانو لپاره زړه بوګنونکي وو. منصور دادالله د دادالله له کورنۍ او دطلبانو یو لوړ پوړی غړی دی دی د هغه کس ورور دی چې د هیواد په سویل کې یط له اختر محمد عثماني سره په ګډه د طالبانو بنسټ کیښود. له دې سره چې دواړه وژل شوي خو په دې سیمه کې یې د طالبانو یو ځواکمن بنسټ پر ځای پریښود.

د ملا منصور دادالله په خپل اولس دقیقه یې ویدیو یي پیام کې ویلي: چې دوی له پاکستانه تښتیدلي او زابل ته راغلي دي ځکه چې د طالبانو مشران د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري ټاکل شوي دي ده ویلي د پاکستان اسختباراتي ادراې له ده هم غوښتي ترڅو له دوی سره ملګری شی خو ده دا غوښتنه نه ده منلې او زابل ولایت ته راغلی دی.

منصور دادالله ویلي، پآکستان دې ته چمتوالی ښودلی وو چې له ده سره د پاکستان له دریو یوه برخه مرسته وکړي او په دې سره یو شمیر افغان چارواکي ووژني او د آی ایس آی تر سیوري لاندې پاتې شم. خو ما د پآکستانیانو دا غوښتنه د افغانستان ملي ګټو پر خلاف ولیده او له دې هیواد څخه خپل هیواد ته را وګرځیدم.

منصور دادالله ملوی اختر منصور چې د طالبانو د نوي مشر په توګه ټاکل شوی د پاکستان اسختباراتي ادراې لاس پوځی ښودلی او له خپلو ملګرو یي غوښتي ترڅو له ده څخه ملاتړ ونکړي.

د طالبانو د مشرانو دې پیامونو طالبان ته سخت ټکانونه ورکړي دي. د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو له مړیو داسې ښکاري چې دا ډله له څو ملیتونو رامنځ ته شوې ده. په دې دله کې ډیری بهرني جنګیالي شتون لري خو ډیری وسله وال یې افغانان دي. د ملا منصور پیام د طالبانو ایدیولوژي سسته کړې له دوی څخه ځینې کسان حتی که د ملي ګټو په هکله مالومات هم ونلري له دې به ډیر وځوریږي چې د پاکستان د اسختباراتي ادارې د وسیلې په توګه کارول شوي دي دې ته په کتو سره دوی زړه توري کیږي او په دې فکر کوي چې بیځایه او بې مفهومه یې جګړه کړې ده.

د شهید اونۍ په مراسمو کې د غونډې ټول ګډونوالو د طالبانو ددې قومندان د څرګندونو په هکله خوښ ښکاریدل. اجرایي ریس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي، د عبدالرب رسول سیاف په څیر جهادي قومندانانو د ملا منصور دا څرګندونې دلیل ورګرځاوه او پر طالبانو یې کلکې نیوکې پیل کړي.

د ملا عمر مړینې خبر هغه پیښه وه چې د طالبانو ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړ. دا ډله نوره یوه واحده او د یوې قومنداې لاندې ډله نه ده. ملا منصور نور نو د طالبانو په لیکو کې د ملا عمر په څیر نه مشروعیت لري او نه هم قدرت. دا مسله د افغانستان لپاره ګټوره ده خو له دې موضع په بې پامۍ سره تیردل به ډیرې ستونزې هم رامنځ ته کړي.

د ملي یوالي حکومت تر اوسه دې برخې ته پاملرنه نه ده کړې که چیرې ځینې طالب قومندانان او مشران په خپلو کې سره اختلافات پیدا کړي خو بیا هم له افغان حکومت سره نه یوځای کیږي او دې ته لیواله هم نه دي. پّ داسې حال کې چې په هیواد کې نوې وسله والې ډلې د رامڼخ ته کیدو په حال کې دي او کیدای شي دا ډلې د افغان حکومت په پرتله د طالبانو ترمنځ له اختلافاتو په ښه توګه ګټه پورته کړي.

حتی دا ګواښ هم شتون لري چې د افغانستان په جغرافیه کې د طالبانو په نامه ډله نوره شتون ونلري او د طالبانو مشران یوه بله نوې ډله رامنځ ته کړي، داسې یوه ډله چې په ظاهري توګه به له پاکستان سره کار ونلري، په هیواد کې به د بهرنیانو له شتون سره مخالفه وي او په افغانستان کې به جګړه توده ساتې او د ټولو هیوادونو د یوالي غوښتنه به کوي.

که چیرې دا ډول یوه بله ډله رامنځ ته شي بیا به هم د افغان حکومت لپاره یو نوی سرخوږی وي او د طالبانو په څیر به تر کلونو د افغان حکومت سره په جګړه بوخته وي او په دې هکله مالومات به بیا هم کلونه وخت ونیسي چې ددې ډلې پلویتوب هم هغه هیواد کوي کوم چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه.

د داعش پته او آدرس هم د هغه طالبانو لپاره رامنځ ته شوی کوم چې اوس له دې ډلې یا ددې ډلې له مشرانو سره مخالفت کوي. دا هغه ډله ده که چیرې په افغانستان کې یې شتون ومنل شي د جګړې پلووو هیوادونو له لوری به له دوی سره دد مرستو سیلونه رامنځ ته شي او د خلافت د ایدیولوژی په سیورې کې به د جګړې اور ځواکمن او لمنه به یې پراخه کړي. دې ټولو ته په کتو سره باید د طالبانو وروستي اختلافات او ددوی ترمنځ واټن باید له پامه ونه غورځول شي او د هغه هیوادونو چې په افغانستان او سیمه کې د جګړې غوښتونکي دي ستراتیژیکو موخو ته په کتو سره ګام پورته کړل شي.

د شهید په اونۍ کې څرګندونې خلکو ته د ډاډ ورکولو لپاره ښې وې خو دا څرګندونې د طالبانو وروستي دریځونه او موخې نشي په ډاګه کولی.

د ملی یوالي حکومت چې دوه څیرې لري او دوه ټوټي شوی نږدې هر څه یې دوه ټوټې کړي دي. جهادي مشران هم له دې بې برخې نه دې پاتې او څه موده وړاندې دیو شمیر جهادي مشرانو په ګډون یوې شورا د رامنځ ته کیدو اعلان وکړ او دا شورا د مجاهدینو په ناستو او ټولنیزو شبکو کې له دې شورا د حکومت دپلویتوب شورا په نامه ونومول شوه. دا ځل د مجاهدینو د مشرانو یوې بلې ډلې چې د شهید اونۍ د ناستې مشري یې کوله له څرګندونو یې د یوې بلې ډلې رامنځ ته کیدو بوی راووت

او داسې ښکاریده چې دوی هم د یوې ډلې د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

مجاهدین د افغانستان په قدرت کې د ټولنیزجوړښت له سرمایې څخه شمیرل کیږي. ټولنیزه سرمایه په دې مانا چې دوی د هیواد په هره برخه کې له دریو لسیزو راهیسې پلویان او ځواک لري. دا ځواک او نفوس ددې لامل شوی ترڅو په اوسني نظام کې د ځواک یوه برخه ولري. وروستیو جګړو او ولسي ځواک دا ښودلې چې د مجاهدینو څرګندونې د حکومت د کمزورتیا له څرګندونو سره توپیر لري.

خلکو په دې وروستیو کې سیمه ایز بتانسیل ته چې د ډلو مشران یې جهادی چارواکي دي مخه کړې ده   دوی په دې آند چې حکومت نشي کولای ددوی امنیت خوندی کړي او همدا سیمه ایزو حکومت او دمجاهدینو تر مشری لاندې وسله والې ډلې دي چې دوی به له امنیت څخه برخمن کړي.

هغه قومندانان چې مخکې له دې د حکومت د پلان له مخې غیر قانوني پیژندل شوي وو او خلع سلاح شوي وو یو ځل بیا ډګر ته سره راغلل او د ولسي ځواک او اربکیانو په جامو کې یې فعالیت پیل کړ ددوی کړنې په ځینو برخو لکه په شمال کې څه ناڅه ښې پایلې هم له ځان سره درلودې.

د سیمه ایزو وسله والو بریالیتوب امتیازونه تر ډیره په مرکز کې جهادي قومندانانو ته ور په برخه کې کیږي. د مجاهدینو مشرانو وسله وال په دې آند دي چې کیدای شي د حکومت یوه برخه په ځانګړې توګه د ولسمشر اشرف غني اړخ به په حکومت کې د مجاهدینو له ګډون سره مخالف وي ښاغلي سیاف هم له دې مخې له حکومته وغوښتل ترڅو د حکومت له څوکیو څخه مجاهدین څنډې ته نکړي.

خو ټولیزه اندیښنه داده چې د وروستیو دیارلسو کلونو هڅې چې د مرکزي حاکمیت له مخې د پولیسو ملي اردو او ملي امنیت د رامنځ ته کیدو لامل ګرځیدلې د وسله والو ډلو د چلوټو او ښکار نشي او ددوی په لاس له دوی سره یوځای نشي.

حتی که چیرې حکومت دا ویره هم له ځان سره ونلري خو خلک ددې غوښتنه کوي ترڅو د نامسوله والو ډلو د رامنځ ته کیدو په تړواو باید ضمانتونه ورکړل شي چې په دې سره به دا وسله والې ډلې کنترول او د هیواد د راتلونکې په هکله اندیښنې به هوارې شي.

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله الله او د مجاهدینو په واکمنۍ کې د وسله والو ډلو رامنځ ته کولو ښه تجربه نه درلوده او د همدي ډلو له مخې دې حکومتونه ته زیان ورسید او حتی دې همدي ډلو په مخالفت سره یې نسکور شول. حکومت اوس اړ دی ترڅو دې ډول جوړښتونو ته ډيره پاملرنه وکړي.

د شهید په اونۍ کې د مجاهدینو د مشرانو موضع دا ډول وه چې ګواکې دوی د حکومت په ملتیا سره راځي او که چیرې حکومت خلکو ته سمون ورنکړلی شي نو دوی به په خپله د خلکو په سمون لاس پورې کړي. خو یو څه ته باید ډيره پاملرنه وشي چې هر جوړښت ګټه نلري په ځانګړې توګه کله چې په سیاست کې د خلکو احساسات ورګډ کړل شي دا احساسات به نه یواځې چې ستونزې هوارې نکړي بلکې هیواد به له نورو ناخوالو سره مخ او کړکیچ او ناورین به رامنځ ته کړي.

د ملي یوالي حکومت جوړښت ددې ښکارندوي کوي چې په ټاکنو او قدرت کې یوآځې دوه ډلې ګډون لري او نورې ټولنیزې ډلې او ګروپونه چې په قدرت کې ونډه نلري په دې جوړښت کې هم ځای نه دی ورکړل شوی. د اوسني حکومت جوړښت د ګوندونو له مخې رامنځ ته شوی جوړښت دی او وروستی هڅې هم په داسې ډول دي چې هره برخه سیمه ایز مجاهدین له ځان سره لري او دا جوړښتونه له دوو ډلو څخه رامنځ ته شوی حکومت پیاوړی کوي. داسې ضمانت هم شتون نلري چې د مجاهدینو او یا نورې رامنځ ته شوې ډلې به حکومت ځواکمنوي او د قانون په کړۍ کې به فعالیت کوي.

خو له دې ټولو سره د مجاهدینو مشرانو د اوسني نظام پر ساتلو ټینګار کړی دی هره ټولنیزه ډله یا ګروپ کې چې د امنیت په ټینګښت کې هڅه کوي باید د حکومت یوه برخه وګڼل شي دوی ته سمون او د وسلو ورکړه هم باید د حکومت له لوري تر سره شي.

هره وسله والو که پوځي وي او که نه هغه مهال ګټورې پایلې درلودلی شي چې ملي ګټې یې له حکومت سره یوشانته وي او د ملي ګټو له مخې او د ټولو په خوښه رامنځ ته شوې وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *