په مکه معظمه کې د کرند د لويدو په پيښه کې د مريني شميره له ۱۰۰ واوښته. په دي پيښه کې چي تيره ورځ ماښام مهال رامنځ ته شوې، له امله يي له ۳۰۰ ډير کسان ټپيان شوي هم دي. د سعودي عربستان چارواکي وايي: اورښت او باد ددي پيښي د رامنځ ته کيدو لامل شوی دی.

د سعودي عربستان د چارواکیو په وینا: د مسجد الحرام په اړوند سیمه کې د تیرې ورځې په پیښه کې د میړنې شمیره یوسل اوه کسانو ته رسیدلې او په سلګونه نور ټپیان دي. د ملکي کسانود دفاع ادارې مشر جنرال سلیمان العمر ویلي: تیره ورځ د المساع له یو جرثه قیل د ډير اورښت او باد له امله لویدلی دی. د حرمین شریفین ادارې ویاند هم ویلي: پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې ډيری حاجیان په مسجد الحرام کې په لمانځه بوخت وو او د جومات یوه برخه یې هغه ورانه کړې ده. په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو انځورنو له مخې د پیښې له امله په دې جومات کې له وینو ډک جسدونه لیدل کیږي. مسولین وایي له پیښې وروسته په ډيرې بیړې سره جسدون او ټپیان روغتونوو ته لیږدول شوي. د مکې امیر د عربستان د شاه لوري د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

شاهزاده خالد الفيصل ویلي: ” ده ویلي د حرمین شریفین د خادم او نورو لوړ پوړیو دولتي چارواکیو له لوري د پیښې قربانیانو کورنیو سره د غم شریکې اعلان کوم په رښتیا هم دا پیښه ډيره دردونکي ده. تر هغه ځایه چې مونږ ته مالومات رارسیدلي په دې پیښه کې له اتیا ډير کسان مړه او له دریو سو ډیر نور ټپیان دي. دا شمیره ډیره لوړه ده هیله مند یم چې وژل شویو کسانو الله جنت او ټپیانو ته روغتیا ور په برخه کړي.”

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویلي په دې پیښه کې یو افغان حاجي مړ او نهه ویشت نور ټپیان دي. دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې د عربستان مکه ښار د ډيریو حاجیانو کوربه دی او د نړۍ له بیلا بیلو سیمو څخه په میلیونونه کسان د حج فریضی د ادا کولو په موخ دې هیواد ته تللي دي. په مسجد الحرام کې له څو کلونو راهیسې بیا رغاونه روانه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *