د هيواد د زدکړو عالي نظام بايد بدلون وکړي او په پوهنتونونو کي کيفيت لوړ شي د سمون او ښې حکومتولی په برخه کي د ولسمشر ځانگړي استازي احمد ضيا مسعود ويلي، د لوړو زدکړو اوسنی نصاب نيمگړی دیاو محصلين بايد د هيواد د اړتياوو له مخي زدکړې تر لاسه کړي

په سمون او ښې حکومتولی کې د ولسمشر ځآنګړي استازي احمد ضیا مسعود له لوړو زدکړو وزارت څخه ددې وزارت د سل ورځيني پلان د پلي کیدو په موخه لیدنه کړې ده. ښآغلي مسعود ویلي، د هیواد د پرمختګ لپاره باید نوې څیړنې وشي او له دې مخې باید محصلینو ته زدکړې ورکړل شي دوی د لوړو زدکړو پر سیستم نیوکه کړي ویلي یې دي دا زدکړې اوسنیو اړتیاو ته ځواب نشي ورکولی.

له دې سره ښآغلي مسعود مادیاتو او مادي ګټې ته د استادانو پر ډيرې پاملرنې هم نیوکه کړې ویلي یې دي د زکړې نظام او د خصوصي پوهنتونونو وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي. دوی ویلي، پوهنتونو ته د لارې پیدا کولو په برخه کې ډير فساد شتون لري او اړوند وزارت باید له مخابراتو وزارت سره داسې یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې یې سیتسم بریښنایي شي. دوی ویلي په زدکړو کې بدلون هیواد ته بدلون ورکولای شي.

له دې سره ښاغلي مسعود د لوړو زدکړو پوهنې کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه کړې ویلي یې دي دا وزارتونه کولای شي د هغه کسانو لپاره بوختیا رامنځ ته کړي کوم چې خپلې زدکړې پای ته رسوي. د لوړو زدکړو وزیرې فریدې مومند ویلي لومړني کارونه تر سره شوي او دکانکور آزموینې د بهیر، د لوړو زدکړو وزارت دقانون مخکین لیک، د خصوصي پوهنتونو لپاره د تګلارې په رامڼځ ته کولو کار روان دی

آغلې مومند ویلي چې د پوهنتونو د سیستم څیړنه هم پیل شوې ده.

د لوړو زدکړو وزیرې وویل: خصوصي پوهنتونو ته د جوازونو ورکول درول شوي او تر څیړنې به هیڅ پوهنتون ته د فعالیت جواز ورنکړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *