د کابل امنيي قومندانۍ د بيلا بيلو جرمنو په تور د ۵۶۹ کسانو له نيول کيدو خبر ورکړی دی عبدالرحمن رحمن ويلي، هغه نهه کسان يي هم نيولي کوم چي د شهيد اونۍ په ورځ يي له قانون سرغړونه کړې ده

له دي سره دوی ويلي چي يو شمير وسله او نشه يي توکي هم د پوليسو لاس ته ورغلي

دکابل پولیسو په تیره یوه میاشت کې دغلا، وژنې، برمتې، د وسله والې غلې، د کورنو د غلا ، په غیر قانوني توګه د وسلو د لیږد او باج اخستنې په تور ۵۶۹ کسان نیولي دي.

د شهید اونۍ د نمانځنې په ورځ هم په کابل ښار کې د کوڅه ډبو له لوري بې نظمی تر سره شوي دي چې له امله یي د ملي امنیت یو کارونکی وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان دي. دامنیې قومندان عبدالرحمن رحیمی نن رسنیو ته وویل: په دې تور یې نهه کسان نیولي او د نورو د نیولو هڅې پیل شوي دي.

د کابل امنیې قومندان زیاته کړې، په تیره یوه میاشت کې یو شمیر وسله یوه اندازه نشه یي توکي لکه چرس الکوي څښاک د کابل له بیلا بیلو سیمو څخه تر لاسه کړي. له دې سره د امنیې قومندان تر نږدې راتلونکې له کابل ښآره د ملي اردو امنیت او پولیسو له لوري د کوڅه ډبو هلکانو او ځوانانو له را ټولو خبر ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *