تحلیل (څیړنه): له ایران سره له هوکړې د اوباما دفاع

 

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ایران سره د اټومي پلان په هکله هوکړه د خپل حکومت له لاسته راوړنو څخه بولي. ده له ایران سره له دوه ویشت میاشتینو خبرور وروسته وکولای شول ایران دې هوکړې ته اړ کړي. د امریکا حکومت دا هوکړه د امنیت په شورا کې تصویب کړه او له دې هوکړې سره یې د آلمان په ګډون پنځه جمع یو هیوادونه هوکړې ته راضي کړل، خو اوباما په دې تړاو د امریکا په دننه کې له ډیریو ستونزو سره مخ شو. جمهوري غوښتونکي چې د ټاکنو له مخې یې د کنګري یا ولسي جرګې او مشرانو جرګې ډیری څوکۍ خپلې کړې په میلیونونه ډالره یې ددې هوکړې پر خلاف ولګول ترڅو ددې هوکړې مخنیوی وکړي.

د اسرایلي رژیم لومړي وزیر او د بوش حکومت چارواکیو او د دیګ چینې په څیر محافظه کارانو چې د عراق په جګړه کې یې مهم رول درلود د امریکا ولسمشر جګړې ته یې را ودانګل. په دې هکله تیره اونۍ د اوباما وجود او دماغ آرامښت خپل کړ. ده وکولای شول د څلور دیرشو سناتورانو هوکړه خپله کړي چې په دې شمیره رایه کولای شي په دې جرګه کې د د ولسمشر ویتو له ماتې وژغوري. اوباما اوس مهال له دې هم لوړ ګام پورته کړی دی او په دې هڅه کې دی ترڅو د یو څلویښتو سناتورانو رایې خپلې کړي چې وکولای شي له ویتو پرته له ایران سره هوکړه تصویب شي.

څلور دیرش سناتوران او د کنګرې اویا غړيو له دې هوکړې ملاتړ کړیدی او تر راتلونکو دوه اونیو چې ددې هوکړې په هکله به پریکړه کیږي اوباما به ډاډمن وي اوس له ایران سره د مخالفینو شمیره له دریو دوو برخو ته نه رسیږي او د امریکا ولسمشر کولای شي د سنا د رایو پر وړاندې د ویتو له حقه کار واخلي. دا هم شونې ده چې اوباما وکولای شي د یوڅلویښتو سناتورانو رایې خپلې کړي ځکه چې د امریکا د مشرانو جرګې له سلو غړیو ځخه څلور څلویښت دموکراتان څخه یواځې دوه کسانو یې له دې هوکړې سره په ښکاره مخالفت څرګند کړی او دوه دیرش نور یې له دې هوکړې سره کوم مخالفت نلري له دوی څخه لسو کسانو د خپل پلویتوب اعلان نه دی کړی او اوباما د دوه خپلواکه سناتورانو رایې له ځان سره لري.

د امریکا په ولسي جرګه کې له ایران سره د اټومي پلان د تصویب په برخه کې د اوباما چانس ډیر دی. اوباما په کنګره کې یو سل شپږ څلویښتو رایو ته اړتیا لري به داسې حال کې چې د دموکرات ګوند غړیو شمیره یوسل اته اتیا کسانو ته رسیږي او تر اوسه له نوي ډیرو دموکراتانو چې د کنګرې غړي دي له دې هوکړې ملاتړ څرګند کړی دی.

د ولسمشر د پلویانو نصاب په بشپړیدو سره به او له ایران سره د سنا له لوري د هوکړې د رد په هکله ددې هیواد بهرنیو چارو وزیر جان کري د فلادلفیا شار د اساسي قانون په موزیم کې ویلي: د نړۍ ډيرې لویې ستونزې د خبرو له لارې هوارولی شو. ده له ایران سره د هوکړې په دفاع وویل چې ددې هوکړې مهمې ګټې به تر کلونو دوام ولري.

جان کړي ویلي، تر ټولو سختو بندیزونو پر ایران کومه اغیزه ونکړه خو مونږ په دیپلوماسۍ سره وکولای شول خپلې غوښتنې پر ایران ومنو او ددې خبرو په لړ کې ایران خپل اټومي پلان درولی دی. دوی زیاته کړې د امنیت شورا ټول غړي له دې هوکړې ملاتړ کوي که چیرې دا هوکړه رد کړو نو زمونږ ملګري نور له مونږ سره ملتیا نکوي او څنډې ته به شو. د ا مریکا بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په دوام سره وویل: باید دې ته مو تر ډیره پام وي چې بندیزونه یوه اړخ ته زیان نه رسوي او یو اړخیز نه دي بلکې ډير زیان هم له ځآن سره لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په لړ کې یو ځل بیا اسرایلو ته ډاډ ورکړ وویل امریکا به تل ددې رژیم ترڅنګ ولاړه وي او اامریکا د اسرایلي رژیم امنیت ته ژمنه ده   ده ویلي له اسرایلو سره د امریکا امنیتي مرسته له نورو ټولو هیوادونو سره د مرستې له نیمایي څخه اوړي او امریکا به تر نږدې راتلونکې له اسرایلي رژیم سره یو نوی امینتي تړون هم لاسلیک کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *