د ولسي جرگي شپارسم او د روان کال دوهم پړاو نن پيل شو. د ولسي جرگي ريس ويلي: افغانستان د نړيوالو اوسيمه ايزو هيوادونو له لويو چلوتو سره مخ دی او زمونږ ستراتيژيک ملگري يواځې ننداره کوي. پر ملي يوالي حکومت نيوکې د ولسي جرگي د ننی غوندې يوه برخه وه.

د ولسي جرګې د روان کال دوهم پړاو په بیلا بیلو اړخونو له نیوکو سره پیل شو. د مخالفینو په جامه کې د بهرنیانو شتون، چې موخه یې د عامو خلکو وژل، د بنسټیزو پروژو له منځه وړل، د بیوځلی وده، کډوالی ته د خلک اړ کول او له هیواده د پانګونې تیښته ده.

د ولي جرګې ریس په ننی غوڼده کې اوسنی حالت د بهرنیو هیوادونو د چلوټو له مخې ښودلې دي.

ابراهیمي د افغانستان پر ملګرو هیوادونو نیوکه وکړه وویل دې هیوادونو په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

له دې سره چې په تیرو ټاکنو کې د ولسي جرګې ډيری غړي بې پلوه پاتې نشول او په دې دوه ډلو کې یې له یوې ملاتړ کاوه خو ددې جرګې غړیو نن د حکومت فعالیت د شرم وړ ښودلی دی.

استازو حکومت ته خبرداری ورکړ که چیرې امینتي حالت ښه نشي نو له وسله والو سره د مبارزې لپاره به دوی لاس په کارشي.

تیره ورخ هم د مشرقي ولایتونو یو شمیر مشرانو حکومت ته خبرداری ورکړ که چیرې حکومت ددوی د امنیت په برخه کې بیغوري وکړي دوی به په خپله لاس په کار شي. د ولسي جرګې ننی غونډې د پارلمان د امنیت په هکله او له رسنیو پرته دوام درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *