د ترکيي هوايي ځواکونو د کردانو پر مرکزونه درانه بريدونه کړي دي

دا بريدونه د کردانو په بريدونو کي د ۱۵ سرتيرو د وژل کيدو په غبرگون تر سره شوي او اردوغان ويلي چي د کرد جنگياليو پر وړاندي به نوې تگلاره غوره کري

د ترکیې په حکاري ولایت کې کرد وسله والو تیره ورخ د دولتي سرتیرو پر دوه موټرو برید کړی چې له امله یې پنځه لس سرتیري وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان دي. د پې کې کې پوځي څانګې ددې برید مسولیت منلی. دا برید پر ترکي سرتیرو د کردانو له خونړیو بریدونو څخه شمیرل کیږي.

ددې بریدونو په ځواب کې ترکي هوایي ځواکونو هم له عراق سره ګډې پولې ته نږدې د کردانو شل مرکزونه تر برید لاندې راوستلي او کابینې په دې تړاو بیړنۍ ناسته تر سره کړې ده. ددې برید په غبرګون د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د کردانو پر وړاندې د یوې نوې تګلارې له رامنځ ته کولو خبر ورکړی دی. رجب طيب اردوغان ویلي: ” هغه مالومات چې د پوځ ستر درستیز وړاندې کړي د خواشینی وړ دي. هیله مند یم چې د ترهګری پر وړاندې نوې تګلاره رامنځ ته شي او په مونږ په خپل ټول واک او ځواک سره د ترهګری پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو.”

د جولای له میاشتې چې دولت له کردانو سره اوربند پای ته ورساوه تر اوسه اویا تنه دولتي سرتیري وژل شوي دي. په کرد میشتو سیمو کې هم شخړې ډيرې شوې او داسې ورځ شتون نلري جې کرد وسله وال پر دولتي سرتیرو بریدونه ونکړي.

په همدي توګه یو شمیر کار پوهان رجب طیب اردوغان په لوی لاس په سیمه کې د ناامنی په رامنځ ته کولو تورنوي دوی وایي ددې ناامنیو موخه په پارلماني ټاکنو کې د کردانو مخنیوی او نه ګډون ده ترڅو دی وکولای شي په پارلمان کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *