د بريتانيا لومری وزير بريتانيا ته سفر وکړی ددي هيواد په لسگونه زره اوسيدونکو د لاريون په تر سره کولو ددې سفر په لړ کي د بن يامين نتنياهو د نيولو غوښتنه کړې ده

د اسرايلو لومړی وزير په غزه کي په جنگي جنايت تورن دی او ډيري شمير نړيوال پر ده د قوانينو پلي کيدل غواړي

د بريتانيا د قوانينو له مخي هغه غوښتنه چي په دولتي سایټ کې ثبت او له سلو زرو ډیر لاسلیکونه ولري ددې هیواد په ولسي جرګه کې پر بحث کیږي. همدارنګه هغه غوښتنه چې له لسو زرو ډيرو کسانو لاسلیک کړې وي دولت یې ځواب ویلو ته اړ دي.

د یوې غوښتنې په هکله چې له لسو زرو ډیر لاسلیکونه یې درلودل د بریتانیا دولت وویل: د اسرایلي رژیم لومړی وزیر او د نورو هیوادونو مشران چې بریتانیا ته سفر کوي دوی د مصونیت له قانون څخه برخمن دي او دوی نشي کولای د قانون منګلو ته یې وسپاري.

له دې سره د بریتانیا حکومت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د بریتانیا دولت د نړیوالو بشري حقونو له مخې د اسرالو پر وړاندې له ځانه د دفاع قوانینو د ساتلو حق لري او په رسمیت یې پیژني.

پر غزې د اسرایلو په جګړه کې، چې د تیر کال په وړي کې تر سره شوی له امله یې دوه زره یوسل نهه اتیا فلسطینیان ووژل شول او یولس زره نور ټپیان شول چې ډيری یې ملکي کسان وو له دې په د اسریلو له لوري اوه شپته کسان وژل شوي چې پکې شپږ تنه یې ملکیان وو.

د ریپوټونو له مخې بریتانوي رسنیو په دې جګړه کې د ملکي کسانو وژل کیدو ته ډیر ځآی ورکړی وو او په دې هیواد کې د اسرایلو د پلویتوب کچه تر ډيره ټیټه شوه.

د بریتانیا پارلمان تیر کال د یوه خپلواک هیواد په توګه د فلسطین پیژندلو ته د دولسو مخالفو رایو سره مثبتې رایې ورکړې ااو کار پوهان وایي چې له دې جګړې وروسته د فلسطین په حالاتو کې بدلون رامنځ ته شو یو ځه د ویلو وړ دي چې ددې رایې کارونې پر مهال د بریتانیا له شپږ سوه پنځوسو غړیو څخه یو شمیر یې په رایه اچونکې ګډون ونکړ او ځینې هم ناسوب وو.

ددې رایې کارونې سره د قانون له مخې ددې پریکړې پلي کول اړین نه دي او دولت کولای شي د خپل هیواد دغوښتنې له مخې په دې برخه کې ګام پورته کړي. ټاکل شوې د اسرایلو لومړی وزیر د چهار شنبه په ورځ بریتانیا ته سفر وکړي ددې هیواد له لومړي وزیر او نورو لور پوړیو دولتي چاراکیو سره به خبرې وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *