د اطريش دولت ويلي هغه بيړنی حالت چي له مخي يي په زرگونه کډوال د اروپا لويديځ ته رسيدلي ډير ژر به پاي ته ورسول شي. د آلمان کورنيو چارو وزارت ويلي له دي بيړني حالت وروسته به دکډوالو په هکله د اروپا قانون پلی کړي. بله خوا نړيوالې سري مياشتي له امريکا غوښتي ترڅو پنځه شپيته زره سوريي کډوال ومني

په دې ورستیو کې آلمان او اطریش ته د زرګونه کډوالو په رسیدو سره اوس دې هیواد اعلان کړی چې له بیړنۍ حالت وروسته به دوی اجازه ورنکړي چې کډوال په آزادانه توګه له هنګري څخه دې هیواد ته د ننه شي. د اطریش لومړي وزیر ویلي: د بیړني حالت پر مهال له دولس زره ډير کډوال آلمان او اطریش ته رسیدلي او دا یوه استثنایي حالت وو او مونږ بیرته د لومړي حالت په لور د ګرځیدوپه حال کې یو.

آلماني چارواکیو هم ویلي: دددوی هیواد ته لس زره کډوال رسیدلي او له دې وروسته باید پر دوی له دې ډير فشار را نوستل شي. آلمان شپږ میلیونه یورو ددې کډوالو لپاره ځآنګړې کړي دي. د آلمان کورنیو چارو وزارت ویلي: دوی د کډوالو په تړاو د اروپا قوانینو ته ژمن دي او د بیړني حالت له پای ته رسیدو وروسته به دا قانون پلی شي.

د اروپایي ټولنې د قوانینو له مخې کډوال چې لومړی هر هیواد ته د ننه کیږي باید په همغه هیواد کې یې نوم ثبت او ددوی دوسیې ته رسیدنه وشي له دې سره هنګري هم غواړي ترڅو خپلې پولې په کلکه وتړي. همدارنګه نړیوالې سرې میاشتې له امریکا غوښتي ترڅو پنځه شپته زره سوریي کډوال ومني. همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې مشر له اروپایي ټولنې د کډوالو په هکله په خپلو کې د ستونزو د هواری او اوسنیو ستونزو ته د پآی ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *