د عربستان په مشری د ايتلاف ۵۰ سرتيري وژل شوي دي

له دوي څخه ۴۵ د عربي متحده اماراتو او پنځه يي د يمن د پوځ سرتيري دي. په يوه بهرنۍ جگړه کي د عربي متحده اماراتو په دي شميره د سرتيرو وژل کيدل ددي هيواد په تاريخ کي ساری نلري

د وام په ګډون د عربي رسنیو د ریپوټونو له مخې، د عربي متحده اماراتو ۴۵ سرتیري تیره ورځ د ماریب په ولایت کې د یوې چاودنې پر مهال وژل شوي دي. دا ولایت له پلازمینې په یوسل شل کلیو متری کې پروت دی. چاودنه د هغه توغندي له امله رامنځ ته شوې کوم چې د حوثیانو له لوري توغول شوی وو اود وسلو پر یوه ساتنځای لګیدلی دی.

حوثیانو هم ویلي: دا توغندی توچکا ډوله روسی توغندی وو او د اماراتو یو مرکز یې په نښه کړی دی. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، په دې برید کې د منصور هادي یو شمیر پلویان هم وژل شوي دي. عربي متحده امارات د یمن په جګړه کې د عربستان په مشری د ایتلاف یو غړی هیواد دی چې نه یواخې پر یمن په هوایي بریدونو کې ونډه لري بلکې دې هیواد ته یې ځمکني ځواکونه هم استولي دي.

مخکې له دې هم د یمن په سویل کې هم ددې هیواد پنځه سرتیري وژل شوي وو. د عربي متحده اماراتو د فدراسیون له رامنخ ته کیدو وروسته چې په نولس سوه یو اویایم کال کې رامنځ ته شو دا لومړی ځل دی چې په بهرنۍ جګړه کې یې په دې شمیره سرتیري وژل کیږي. بله خوا عربي رسنیو ریپوت ورکړی چې د سعودي عربستان په سویل کې له یمن سره ګډې پولې ته نږدې پنځه بحریني سرتیري له حوثیانو سره په جګړه کې وژل شوي دي . یو شمیر خبري سرچینو ویلي: دا بحریني سرتیري له اماراتي سرتیرو سره وژل شوي دي. پر یمن په پنځو میاشتینو هوایي بریدونو او نښتو کې په زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *