د عربستان بهرنيو چارو وزير د ايران او پنځه جمع يو ډلي له هوکړې ملاتړ کړی دی
د عربستان بهرنيو چارو وزير د ايران او پنځه جمع يو ډلي له هوکړې ملاتړ کړی دی
د عربستان بهرنيو چارو وزير ويلي: د امريکا له لوري د ايران اټومي پلان په هکله د ورکړل شويو ژمنو په هکله ډاډ من دی. د عربستان بهرنيو چارو وزير له اوباما سره د عربستان شاه له ليدني وروسته ويلي: دواړو خواو د منځني ختيځ او د سوريي ستونزې په هکله هم خبري کړې دي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر عادل الجوبیر په واشنګټن کې په یوه خبري ناسته کې، د اټومي پلان په هکله د ایران او پنځه جمع یو هیوادونو له هوکړې د ملاتړ اعلان کړی. جوبیر ویلي: دوی له دوه میاشتو راهیسې له اروپا او نورو ملګر هیوادونو سره د خبرو له مخې دا نتیجه تر لاسه کړې، هغه څه چې د ایران د اټومي پلان د مخوي لپاره په پام کې نیول شوې او د امریکا له لوري د ور کړل شویو ژمنو له مخې خوښ دي. ده ویلي: د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان شاه ملک سلمان ته ډاډ ورکړی چې دا هوکړه به اټومي وسلې ته د ایران د لاس رسي مخنیوی وکړي او د ایران د اټومي بټیو او پوځي مرکزونو لپاره اړین چمتوالی په پآم کې نیول شوی دی.
عادل الجوبير ویلي: ” سعودي عربستان له خپلو ملګرو سره په اروپا او نور هیوادونو سره په خبرو کې چې له دوه میاشتو راهیسې دوام لري د ایران پر وړاندې له چمتوالي خوښ دی. مونږ په دې آند یو چې دا هوکړه د سیمې د امنیت لپاره ګټوره ده او اټومي وسلې ته د ایران له لاس رسي به مخنیوی وکړي. “
له دې سره د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر ویلي: ددې هیواد شاه د امریکا له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال د ایران اټومي پلان سربیره د سوریې د حالاتو او دې ستونزو ته د حل یوې لارې چې د جینو د پریکړې په رڼا کې وي، د رامنځ ته کولو په هکله خبرې کړي دي. په دې لیدنه کې د یمن عراق ستونزو او ترهګری پر وړاندې د مبارزې په هکله هم خبرې شوي دي.
له ایران سره د اټومي پلان په هکله هوکړه د امریکا او عربستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوه او یو ځل امریکا ته د عربستان د شاه سفر هم د همدي له امله لغوه شو. دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستاان په ښکاره له دې هوکړې هرکلی کوي او وایي چې له دې هوکړې دوی خوښ دي.