له افغانستان سره د مرسته کونکو هيوادونو ناسته نن په ولسمشری ماڼۍ کي پيل شوه

په دي ناسته کي ښاغلي غني ويلي: د توکيو او لندن ناستو ژمني د پلي کيدو په لړکي دي، د تاکنيز سمون، ملکي چوپرتيا، د بوديجي په سيستم کې سمون او له فساد سره د مبارزي په برخه کي گامونه پورته شوي   دوي ژمنه وکړه چي ستونزي به هواروي او د دوه زره نولسم ټاکني به د سيمي په کچه تر تولو ښې ټاکني وي

دا ناسته نن سهار په کابل کې د ولسمشر غني، کابینې او له افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو د استازو په ګډون پیل شوه. په دې ناسته کې ښآغلي غني وویل: افغانستان د پوښتنې لپاره ډیر ګامونه پورته کړي دي دوی د ټاکنو سیستم سمون ته په نغوتې سره وویل د تاکنو سمون کمیسیون وړاندیزونه د کابینې په ناسته کې تر څیړنې لاندې نیول کیږي. دوی ویلي د ټولو ستونزو هوارول ستونزمن دي خو په دوه زره نولسم کال کې به د ولسمشری ټاکنې د سیمې په کچه تر ټولو ښې ټاکنې وي.

دوی زیاته کړې: په تیرو شپږو میاشتو کې په ښه توګه قوانین پلي شوي دي او دا به د دولت له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي دوی ویلي په ملکي چوپړتیا کې سمونونه د رامنځ ته کیدو په حال کې دي او هڅه به وشي تر څو دا چوپړتیا روښانه او د تولو لپاره وي. دوی ویلي: د بودیجې جوړونې په برخه کې هم هڅو ته زور ورکړل شوی او اوسنی سیستم د دولت د پالیسو د پلي کیدو لپاره بسنه نکوي او په نوي سیستم کې به د پلان جوړونې کیفیت ښه وي او د ریپوټ ورکولو برخې به پرمختګ کړی وي.

له دې سره ولسمشر ویلي: د فساد پر وړاندې مبارزې ته زور ورکړل شوی او لویه بیلګه یې د کابل بانک پیښه ده دوی ویلي د کابل بانک دوسیې ته رسیدنه شوي ده. د ولسمشر په وینا: د تدارکاتو سیستم تر ډيره ښه شوی او د عوایدو د ډيرښت لپاره کوټلي ګامونه پورته شوي او په دې برخه کې د فساد مخنیوی شوی دی.

ښاغلي غني د سولې بهیر په هکله وویل: په دې برخه کې هم ډیرې هڅې شوې او افغانستان اوس هم په ډې لاره روان دی.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم هم ویلي: د متقابل ځواب ویلو په پرخه کې تر ډيره ګام پورته شوی خو اوس هم بیوځلي، بیکاري، ناامني او د دولت په ټيټو ځوکیو کې ستونزې شتون لري چې د پام وړ دي. د ملګرو ملتونو استازي ویلي، د ټاکنو سمون کمیسیون وړاندیزونه به نړیواله ټولنه ډاډ منه کړي چې په دیموکراتیکه توګه به ګډون پلی شي. دوی زیاته کړې،

نړیواله ټولنه به خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو ددوی د غوښتنوو کچه لوړه ده او باید په لګښتونو کې ګټور توب په پآم کې ونیول شي دوی ویلي هڅه کیږي ترڅو مرستې د افغانستان د لومړیتوبونو له مخې ولګول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *