ننګرهار کې د طالبانو او داعش ٢٣ کسان وژل شوي

سيمه ييز چارواکي وايي چې د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش تر منځ نښته کې ٢٣ کسان وژل شوي او يو شمېر کورونه سوځول شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو دواړو مخالفو ډلو ترمنځ د پچيراګام په پاس سپر کې نښته شوې ده.

هغه ادعا وکړه چې په دې جګړه کې طالبانو او داعش ته منسوب ٢٣ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په دې پېښه کې د دواړو ښکېلو لورو اړوند څلور کورونه سوځول شوي او د جګړې پر مهال د سيمې يو مُلکي وګړى هم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د پچيراګام ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي عبيدالله وويل چې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه شوې چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

هغه زياته کړه چې همدارنګه د جګړې پر مهال څو کورونه هم سوځول شوي، خو معلومه نه ده چې کورونه د عامو خلکو او که په ښکېلو لورو اړوند وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پچيراګام ځينو قومي مشرانو رسنيو ته ويلي چې په داعش پورې اړوند وسله وال په دې ولسوالۍ کې څو کورونه سوځولي چې وروسته د سيمې خلکو ورسره نښته کړي چې په ترڅ کې يې ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او د داعش وسله وال د سيمې ٢٢ تنه له ځان سره وړي دي.

سرچينې وايي چې يوه دولتي چارواکي هم د يادو ملکي کسانو وژنه منلي ده.

دغو دواړه ښکېلو لورو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *