د ريکا شپږم اصلي غونډه په کابل کې پيل شوه

د ريکا شپږم کنفرانس دويمه ورځ د افغانستان د ولسمشر او بهرنيو چارو د وزير په ويناوو پيل شو او هغوى د سيمې هېوادونو پر همکارۍ، سيمه ييزې انرژۍ، طبيعي منابعو او د سوداګرۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

دغه دوه ورځنى کنفرانس د افغانستان لپاره د سيمه ييزې او اقتصادي همکارۍ (RECCA-VI) يا د افغانستان له لارې د ورېښمو قلمرو په نوم د افغان چارواکو، د دېرشو هېوادونو او ٤٠ نړيوالو او سيمه ييزو استازو په ګډون پرانيستل شو.

د تېرې ورځې په غونډه کې د تخنيکي ډلې تر منځ د سيمې هېوادونو پر نښلولو، سيمه ييزې انرژۍ، طبيعي سرچينو، د خصوصي سکټور پر وده او د سوداګرۍ پر پياوړتيا خبرې اترې وشوې.

ولسمشر غني په خپله وينا کې دغه کنفرانس د اقتصادي اړيکو په پياوړتيا او د سيمه ييزو مهمو پروژو په عملي کولو کې مهم وباله او د سيمې او نړۍ د هېوادونو پر ډېرې همکارۍ يې ټينګار وکړ.

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم له افغانستان سره د سيمې هېوادونو همکاري مهمه وبلله او ويې ويل چې افغانستان په وچه کې راګير هېواد دى او پراخې طبيعي زېرمې لري او د سيمې جدي ملاتړ ته اړتيا لري.

د ريکا کنفرانس په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې جوړ شو چې مخکنۍ پنځه ناستې يې په ترتيب په کابل، هند، اسلام اباد، استانبول او دو شنبه کې ترسره شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي: ((شپږم ريکا له مخکنيو هغو توپير لري، په دغه کنفرانس کې له تېرو تجربو او درسونو هم استفاده کېږي او هيله من يو ښه پايله ولري.))

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *