ایران خپله اټومي راتلونکې پلانوي

د ایران د اټومي انرژۍ اژانس رییس علي اکبر صالحي اعلان وکړ، چې تهران د هېواد د سوله ییز اټومي فعالیت د پراختیا داسې پلان جوړ کړی، چې د ۱۵ کالونو په اوږدو کې به چلیږي.

دغه پلان د ایران د اټومي صنایعو سوداګریز کول هم په پام کې لري. د ایران د اټومي صنایعو د ودې او پراختیا شونتیاوې څومره دي؟ د روسیې یو ختیځپوه او سیاستپوه ولادیمیر ساژین په همدې تړاو د خپل نظر د څرګندولو په ترڅ کې داسې وایي:

د بین المللي منځګړو د « شپږګونې » او ایران ترمنځ د جولای پر ۱۴-مه لاسلیک شوی تړون د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » په اډانه کې د ایران لپاره خپلې سوله ییزې اټومي شبکې ته د ودې ورکولو سترې شونتیاوې پرانیزي. د یادولو وړ ده، چې د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون، د هغه ۴-مه ماده، د تړون د ټولو غړو هېوادونو د دغه مسلم حق پخلی کوي، چې هغوی بې له کومه توپیره په سوله ییزو موخو د اټومي انرژۍ څېړنو، تولید او کارولو ته وده ورکولای شي. سربېره پر همدې د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون بېلابېلو هېوادونو ته، په تېره بیا د تړون د هغو هېوادونو په خاوره کې، چې اټومي وسله نه لري، د اټومي انرژۍ د کارولو په وده کې د همکارۍ وړاندیز هم کوي.

کارپوه ولادیمیر ساژین د خپلې تبصرې په ترڅ کې زیاتوي: د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » د کلکې عملي کونې له لارې د ایران د اټومي مسألې حل د ایران د اټومي هلوځلو او نیتونو په وړاندې ټول شکونه او اندېښنې له منځه وړي او ایران د یوه داسې هېواد په توګه ښیي، چې اټومي وسله نه لري او د هغې د جوړولو او لاسته راوړلو هڅه نه کوي. او دغه کار، بې له کومه شکه د ایران بهرنیو انډیوالانو ته د دې شونتیا ورکوي، چې د اټومي تکنالوژیو په ساحه کې له ایران سره اړیکي په نوي ډول جوړ کړي. خو له دغو ټولو چارو به د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ډېره کلکه څارنه کوي.

بې له کومه شکه، د ښاغلي صالحي له خوا د سوله ییزو اټومي تکنالوژیو او « نوو پنځګریو » د ودې اعلان شوی ۱۵ کلن پلان باید د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » د آرونو پر بنسټ جوړ شي او په ویانا کې له لاسلیک شوي تړون سره په ټکر کې نه وي.

د ایران د اټومي فعالیت د کړنلارې د مسودې جوړول، پر خپل وخت ښکاري، ځکه چې یوڅو اوونۍ وروسته د « شپږګونې » — ایران د تړون عملي کېدا پیلیږي. د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » له غوښتنو سره، چې په واقعیت کې د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس غوښتنې دي، د ایران د اټومي شبکې د همغږۍ ډېر ستر کار په مخه کې دی. د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » یوه غوښتنه دا ده، چې د ۱۵ کالونو په اوږدو کې به د « اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ټولې اندېښنې په ډېره بېړه لرې کیږي ».

کارپوه ولادیمیر ساژین زیاتوي: په ډېر احتمال د سوله ییز اټومي فعالیت د پراختیا پلان به هم د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » د عملي کولو په اډانه کې د راغلو کارونو سرته رسول او هم د سوله ییز اټومي تکنالوژیو د ودې عمومي لوري په پام کې ونیسي.

د لومړۍ ډلې د کارونو په لړۍ کې په یوه داسې علمي-څېړنیز مرکز، چې هم به د « سوچه » پوهنې چارې سرته رسوي او هم به ثابت ایزوتوپونه جوړوي، د فوردو د یورانیومو د غني کولو د فابرېکې اړول، د خاصې یادونې وړ دي.

سربېره پر همدې په اراک کې به په درندو اوبو کارکوونکی ریاکتور په داسې ډول نوی شي، چې له یوې خوا هلته د د سوله ییزو اټومي څېړنو سرته رسول شوني شي او په څنګ کې یې د طب، کرنې او صنایعو لپاره د اړتیا وړ ایزوتوپونه جوړ کړي او د بریښنا د اټومي سټېشنونو لپاره د تودوخیزو عناصرو ازمایښتونه سرته ورسوي.

له ایران څخه روسیې ته، د طبیعي یورانیومو د ورکولو په بدل کې، د تقریبا ۹ ټنو اضافي لږغني یورانیومو د وړلو کار هم په مخه کې دی. او د درندو اوبو ټولې اضافي زېرمې به نړیوال بازار ته وړاندې شي.

دا د هغو کارونو یوازې لنډ نوملړ دی، چې په نېږدې کالونو کې د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » په اډانه کې باید سرته ورسول شي. دلته د دې یادونه هم اړینه ښکاري، چې د روسيې د اټومي چارو کارپوهان به له ایران سره د دغه هېواد د اټومي صنایعو په نوي کولو کې همکاري وکړي. دغه خبره هم د فوردو فابرېکې په تړاو ده، او هم د غني شوو یورانیومو د وړلو او د ډېر شمېر نورو اړخونو په تړاو.

طبیعي ده، چې د ایران اټومي پلانونه د « ګډې هراړخیزې کړنلارې » له اډانې نه وتلي دي. دغه خبره تر هرڅه وړاندې اټومي انرژۍ ته متوجه ده. د ساري په توګه ایران غواړي، چې د ۱۵ کالونو په اوږدو کې د بريښنا د اټومي سټېشنونو لپاره تقریبا ۱۲ اټومي بریښنا زېږوونکي بلاکونه جوړ کړي. او په دغه ساحه کې د روسیې اټومي کارپوهان تر نورو دمخه دي. د یادولو وړ ده، چې روسیې او ایران د ۲۰۱۴ کال د نومبر پر ۱۱ په ایران کې د ۸ اټومي بریښنا زېږوونکو بلاکونو د جوړولو تړون لاسلیک کړ. څلور انرژیتيکي بلاکونه به د « بوشهر » د بریښنا د اټومي سټېشن په ساحه کې جوړ شوي او څلور نور، په نورو سیمو کې. د « بوشهر » د بریښنا د اټومي سټېشن په ساحه کې په لومړي وار کې د دوو انرژیتیکي بلاکونو د جوړولو تړون لاسلیک شو، چې وروسته به یې شمېر څلورو ته ورسول شي. د لاسلیک شوي پروتوکول له مخې، د اتو نوو انرژیتيکي بلاکونو د ژوند د ټولې دورې په اوږدو کې به د بریښنا اټومي سټېشن ته اټومي سونتوکي د روسیې له خوا ورکول کیږي.

پر اټومي انرژۍ سربېره، ایران غواړي خپلې طبي مؤسسې هم نوې کړي. هلته به هم اټومي تکنالوژۍ کارول کیږي.

د ایران د اټومي انرژۍ د اژانس رییس علي اکبر صالحي، د ایران د سوله ییز اټومي فعالیت د پراخولو د پلان د جوړېدا د اعلانولو په ترڅ کې وویل: موږ غواړو چې د هېواد د اټومي صنایعو د سوداګریز کولو پر لاره روان شو. او هیلمن یو چې په دغه لاره کې بریالیتوبونه لاسته راوړو. په ریښتیا هم د دغه فعالیت له سوداګریز کولو پرته د دغو ډېرو پېچلو مسألو حل کول ناشوني ښکاري. کارپوه ساژین داسې ګڼي چې د یاد شوي پلان د هر توکي د عملي کولو لپاره به داسې ځانګړې کمپني، شرکتونه او حتا ګډې صنعتي مؤسسې جوړې شي، چې کارونه د ګټې د لاسته راوړلو په موخه تنظیم کړي.

سیاستپوه ولادیمیر ساژین د خپلې تبصرې په پای کې زیاتوي: د ایران په اټومي ساحه کې د پلان شوو کارونو غټوالی، تخنیکي او تکنالوژیکي پېچلتوب او د دغو کارونو د سرته رسولو مودې د اوږدوالي په پام کې نېولو سره ویلای شو، چې د ښاغلي صالحي له خوا وړاندې شوی پلان بیخي اړین دی. صالحي د دغه پلان په تړاو په پای کې زیاته کړه، چې یوازې دغه ډول پلان، چې په هرو پینځو کالونو کې به اړینې سمونې پکې راوستل کیږي، کولای شي چې ایران ته، د اوسمهالیزو تکنالوژیو په ساحه کې د نړیوال پرمختګ پر لاره متوازن خوځښت بسیه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *