د ملي امنيت رياست ۳۰ تنه په کابل کي د وروستيو ترهگريزو بريدونو په تور نيولي دي دي رياست ويلي دي کسانو غوښتل په کابل کي نور لوی ترهگريز بريدونه هم تر سره کړي

د ملي امنيت له لوري په خپري شوي خبر پانه کي ويل شوي چي د کابل ښار وروستويو څلورو لویو ترهګریزو بریدونو په تور یې، چې په شاه شهید، هوایي ډګر، څلورمو مکروریانو او ملي شورا کې تر سره شوي، ۲۶ کسان نیولي دي. دوی ویلي ددې ترهګریزې ډلې دوه مشران قاري جانان چې د پیښور شورا له لوري د ده سبز ولسوال ټاکل شوی، اسرار احمد او چې د حقاني شبکې غړی دی او د شاه شهید او هوایي ډګر بریدونه ددوی له لوري تر سره شوي له خپلو کسانو سره نیول شوي دي. دا ډلې په کابل کې د نورو لویو ترهګریزو بریدونو د تر سره کولو لپاره د چمتوالي په حال کې وې

د خبر پاڼې له مخې نیول شوې ډلې په کابل کې د ترهګرو له لویو ډلو څخه شمیرل کیږي چې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري نیول شوې. دې ډلو غوښتل په کابل کې دیارلس نور ورته بریدونه تر سره کړي او ددوی د بریدونو موخه، ولسمشری ماڼۍ، د کابل امنیه قومندانۍ، ملي شورا، په شش درک کې د ملي امنیت ودانۍ، د دفاع وزارت او د خاتم النبیین پوهنتون وه

له دې سره ملي امنیت ویلی په پکتیا ولایت کې یې له چاودیدونکو توکو دک دوه موتر کشف او تر لاسه کړې او ددوی موخه مرکزي ولایتونه وه په دې دوه موټرو کې نږدې دیارلس ټڼه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوې وو او ټاکل شوې نیول شوې ډلې ته سپارل شوې وی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *