د برښنایي پیژند پاڼو نه ویشل به له ګواښه ډکې پایلې ولري یو شمیر مدني فعالینو په یوه خبرې ناسته کې تر نږدې راتلونکې ددې تذکرو د ویش غوښتنه کړې ده.

بله خوا د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال په دې هکله د اختلافاتو د له منځه تلو او تر نږدې راتلونکې د پیژند پاڼو له ویشلو خبر ورکړی دی

یو شمیر مدني فعالینو په بیړې سره د بریښنایي پیژند پاڼو د ویشلو غوښټنه کړې. دوی د حکومت له مشرانو غوښتي ترڅو خپل سمت پالنه او قوم پالنه څنډې ته کړي او د خلو په غوښتنه بریښنایي پیژند پانې وویشي.

ټاکل شوې وه بریښنایي پیژند پاڼې څو میاشتې وړاندې او د سرشمیرنې قانون له توشیح وروسته پیل شوې وی خو په ملي یوالي حکوومت کې دا ویشنه ځنډول شوې او مدني فعالینو د تذکرو په ویش کې ځند د اساسي قانون پر خلاف ښیي.

بله خوا اجرایي ریاست په دې هکله د اختلافاتو له منځه تلو خبر ورکوي ددې ریاست ویاند ویلي: ډير ژر به د بریښنایي پیژند پاڼو ویش پیل شي.

د بریښنایي پیژند پاڼو ویش او سرشمیرنه د تیر کال له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي د افغان کلمې پر سر سیاسي اختلافاتو تر اوسه ددې تذکرو په ویش کې ځنډ رامنځ ته کړی دی اوس باید ولیدل شي چې په رښتیا هم دا اختلافات له منځه تللي او دا پیژند پانې به کله ویشل کیږي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *