هرات کې ۵۰ زده کوونکې ‘مسمومې شوې’

 هرات کې په روان کال کې دا دریم ځل دی چې د ښوونځي زده کوونکي مسموم کېږي

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د نجونو یوه خصوصي ښوونځي کې ۵۰ زده کوونکې مسمومې شوې دي.

هرات کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغو زده کوونکو وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، د ډیرو زده کوونکو درملنه شوې او خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

د نجونو دغه خصوصي ښوونځی د ‘حبیب مصطفی’ په نامه د هرات په لوېدیځ جبریل ښارګوټي کې موقعیت لري او ډېری دغه مسمومې شوې نجونې د ۴ او ۵ ټولګیو زده کوونکې دي.

په هرات کې د ښوونې وزارت د تربیې او زده کړې ریاست مطبوعاتي مسؤول معین صبور وايي، کېدای شي غاز د دغه مسمومیت لامل شوی وي.

د نوموړي په وینا، دغه ښوونځي ته نژدې د خښتو بټۍ شته او د ډبرو له سکرو څخه د سون موادو په توګه کار اخلي او کېدای شي له همدې کبله دغه نجونې مسموم شوې وي.

د دغې پېښې په تړاو د پوهنې وزارت په علامیه کې راغلي، چې د دغه مسمومیت لامل په دقیقه توګه لا څرګند نه دی.

د پوهنې وزارت په هرات کې له امنیتي چاراکو او د وزارت له مسولینو څخه غوښتي چې دغه پېښه په دقیق ډول وڅېړي.

هرات کې په روان کال کې دا دریم ځل دی چې د ښوونځي زده کوونکي مسموم کېږي.

په تېرو کلونو کې کابل، تخار، کاپیسا، غزني او بامیانو کې هم د نجونو د مسمومېدو په اړه رپوټونه خپاره شوي وو خو د مسمومیت اصلي لامل یې په قطعي ډول نه وه به ګوته شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *