د برښنایي پیژند پاڼو په هکله یو شیمر اختلافات حل شوي دي
د برښنایي پیژند پاڼو په هکله یو شیمر اختلافات حل شوي دي
د وزيرانو شورا اونيزه ناسته کي چي نن تر سره شوي اجرايي ريس دخبريالانو پر وړاندي په دي ناسته کي د بحث په هکله خبري کړې، ددوي د او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ يي د اختلافاتو يادونه نه ده کړې. خو ددې ناستي په څنډه کي د اجرايي رياست وياند ويلي: د پيژند پاڼو په هکله ډير اختلافات له منځه تللي دي
د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت امنيتي ريپوټونه، د روان کال د لومړۍ ربع د څیړنې پریکړه، د کانونو د امنیت خوندي ساتلو به هکله د اړوند وزارت وړاندیز، تاجکستان ته د کډوالو وزیر سفر، د هرات سلمان ډنډ، په ناامنو سیمو کې د ښونکیو د معاشونو ورکړه، په بهر هیوادونو کې د افغان محصلینو حالات ددې ناستې له اجنډا څخه شمیرل کیدل.
ښآغلي عبدالله یواځې د بحث مسایلو ته نغوته کړې خو ددوی او ولسمشر تر منځ اصلي اختلافاتو یادونه یې نه ده کړې خو د اجرایي ریاست مرستیال ویاند ددې ناستې په یوه څنډه کې ویلي:د بریښنایي پیژند پاڼو په هکله ډيری سیاسي ستونزې هوارې شوې او د ویشلو لړی به یې ډيره ژر پیل شي.
له دې سره ښاغلي فیصل له پاکستان سره د سولې د خبرو او له ترهګری سره د ګډې مبارزې به هکله ویلي: پآکستان د حجت اتمام کړی او که دا هیواد په خپل سیاست کې کوم بدلون رانه ولي … !
ویل کیږي چې له پاکستان سره په اړیکو او د بریښنایي پیژند پاڼو کې اختلافات د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپیدار ماڼۍ ترمنځ له ستونزو څخه شمیرل کیږي او د همدي او نورو اختلافاتوله امله حکومت پر خپلو کارونو کې پاتې راغلی دی.