وسله والو طالبانو د ملا اختر منصور بيوگرافي خپره کړې ده

دا په داسي حال کي ده چېد مشر په ټاکل کيدو سره د وسله والو طالبانو ترمنخ اختلافات رامنځ ته شوي او په دي وروستيو کي ددوی ترمنځ نښتې هم رامنځ ته شوې دي د طالبانو له لوري په ورکړل شويو مالوماتو کي ويل شوي ملا اختر هغه څوک دی چي د مشرۍ لپاره زدکړې ورکړل شوې دي

د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور بیوګرافي یا پیژندنه په داسې حال کې خپریږي چې تر اوسه د مشر د ټاکل کیدو په هکله طالبان هوکړې ته سره نه دي رسیدلي. تیره ورځ داسې ریپوټونه خپاره شول چې ګواکې د طالبانو د مشر تابه د ټاکل کیدو پر سر په زابل ولایت کې د اختلافاتو له امله نښته رامنځ ته شوې او په دې نښته کې پنځه کسان وژل شوي دي. ویل کیږي چې د طالبانو د پخواني مشر کورنۍ د ملا اختر منصور له ټاکل کیدو سره سخته مخالفه ده او دوی وایي چې ملا اختر په زور سره غواړي له دوی څخه بیعت تر لاسه کړي. یو شمیر نور طالب مشران هم د ملا اختر منصور د ملا محمد عمر په وژلو تورنوي.

په همدي توګه د طالبانو له لوري د ملا اختر په هکله په خپرو شویو مالوماتو کې ویل شوي، ملا اختر ملا محمد عمر ته نږدې کس وو او ده ته د مشری لپاره ځانګړې زدکړې ورکړل شوې دي. دده په پیژندګلوی کې راغلي: ملا منصور په ۱۳۷۴ کال کې د کندهار په میوند ولسوالی کې سترګې نړۍ ته پرانستلې او په لنډه موده کې یې لومړنۍ زدکړې په ښه توګه پای ته رسولې دي او د لوړو زدکړو لپاره پیژندل شویو مدرسو ته استول شویدی خو د یرغل پر وړاندې د جهاد له پیلیدو سره یې زدکړې نیمګړې پاتې شوې.

په نولس سوه څلور نویم کال کې کله چې طالبان را څرګند شول ددې غورځنګ له پیژندل شوی کسانو څخه شمیرل کیده او په دې موده کې یې د کندهار هوایي ډګر دافع هوا او د کابل له نیول کیدو وروسته د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت دنده ور سپارل شوې ده له دې سره ده د ملا عمر د مرستیالی او اسلامي امارات تورو چارو د مشر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

د مالوماتو په یوه بله برخه کې راغلي ملا اختر منصور هیڅکله د مشری لپاره خان نه دی نوماند کړی بلکې دی د طالبانو د یوی شورا له لوری د مشر په توګه تاکل شوی او ده ته بیعت ورکړل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *