اروپايي تولنه په دي قاره کي د کدوالو کرکيچ پر وراندي د مبارزي په موخه بيرني ناسته تر سره کوي دي تولني رياست ويلي د کدوالو حالت په بيساري توگه بيلا بيل ارخونه لري او په دي ناسته کي به د اروپايي هيوادونو ترمنخ د همکاري د کدوالو له قاچاقو سره مبارزه او خپلو هيوادونو ته د دوي د بيرته گرخولو په هکله به خبري وشي

د اروپايي ټولنې د غړیو اته ویشتو هیوادونو کورنیو چارو وزیران به تر راتلونکو دوه اونیو په لوکزامبورګ کې، د کډوالو د کړکیچ په تړاو یوه بیړنۍ غونډه تر سره کړي. ددې ټولنې د ریاست له لوري په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي په دې ټولنه کې د کډوالو ستوزنو بیلا بیل اړخونه خپل کړي دي او به دې ناسته کې به په دې هکله د اروپایي هیوادونو ترمنځ همکاري، د انسان له قاقاقو سره مبارزه او خپلو هیوادونو ته د دوی د بیرته ګرځولو په هکله خبرې وشي. د اروپایي سرچینو د مالوماتو له مخې په تیره یوه میاشت کې له سلو زرو ډیر کډوال اروپایي هیوادنو پولو ته رسیدلي او په سلګونه نورو په دې لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. او دې مسلې دیری اندیښنې را پارولې دي هغه کډوالو چې اروپا ته په غیر قانوني توګه سفرونه کړي ویلي یې دي په هره ګام کې د مرګ له ګواښ سره مخ وو. یوه سوري کډوال رویټرز ته ویلي: زه له خپلې کورنۍ سره داوبو او ځنګلونو له سختو لارو دې ځای ته رسیدلي یو

احمد ویلي: ” په دې سفر کی هره شیبه د مرګ له ګواښ سره مخ شوي یو مونږله ځنګلونو سمندرونو مافیا او نشه یې توکیو له قاچاق وړونکو سره مخ شوي یو.”

ده په پنډغالیو استوګن ځایونو او له دوی سره د پولیسو پر چلند نیوکه وکړه وویل قاچاق وړونکي له یوه هیواده بل هیواد ته د تګ لپاره له دوی څخه ډیرې پیسې تر لاسه کوي.

” که اوس هم کوم قاچاق وړونکی پیدا شي زه به ورسره لاړ شم که مې جهنم ته هم بوځي ور سره ځم کیدای شې له اوسني حالت څخه ښه وي. له دې ځایه باید تر آلمانه هر کس باید پنځه سوه یورو ورکړي او قاچاق وړونکي په هغه موټرو کې چې پنځه کسان ځایږي پنځه لس کسان ځایوي.”

په اروپایي ټولنه کې بیړنۍ ناسته په داسې حال کې تر سره کیږي چې د ملګرو ملتونو لوی منشی بانکي هم د کډوالو په هکله ژوره خواشیني ښودلې اوله اروپایي تولنې څخه یې غوښتي ترڅو ددې کړکیچ پر وړاندې کوټلې ګامونه پورته کړي د بریتانیا کورنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې پر پولو د سختیو د پلي کیدو غوښتنه کړي ویلي یې دي په اروپا کې پرانستلو پولو دا لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *