داعش د سوریې تدمر ښار ‘بل’ معبد یوه برخه نړولې

تدمر لرغونی ښار د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل دی.

رپوټونه وایي چې ”اسلامي دولت” نومې ډلې د سوریې تدمر ‘پالميرا’ په لرغوني ښار کې د یوه معبد ځینې برخې نړولې دي.

په برتانیا کې مېشتې د بشري حقونو د څار سوریایي ډلې او د ښار اوسېدونکو ویلي، اورپکو د ”بل” لرغوني رومی معبد په چاودېدونکو توکو الوځولی دی.

اوسېدونکو ویلي د چاودنې زیان ډېر دی.

تېره اوونۍ اورپکو د همدې ښار د ”بعل شمین” په نامه ‎بل معبد نړولی و.

”اسلامي دولت” ډلې په مې کې د تدمر کنټرول ترلاسه کړ او وېره وه چې دوی به دا ودانۍ ونړوي.

د تدمر یوه اوسېدونکي ویلي وسله والو د معبد د ننه ډېر چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او بیا یې چوولي دي.

د سوریې حکومتي چارواکي او د نظام مخالفو فعالانو تېره اونۍ وویل، ”اسلامي دولت” ډلې یو لرغونپوه په عام محضر کې اعدام کړ او سر یې ترې غوڅ کړ، مړی یې پر یوې تاریخي ستنې پورې وځړاوه.

د پالميرا یوه اوسېدونکي اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي ”ټول ځای یې ویجاړ کړی، خښتې او ستنې ټولې پر ځمکې پرتې دي.”‎ هغه زیاته کړې ”چاودنه دومره لوړه وه چې کاڼه هم اورېدلی شوی” د ده په وینا اوس یوازې د معبد دېوال پاتې دی او بس.

بریتانوی تاریخپوه ډن کروکشنک د پالميرا ښار د لرغونوالي په اړه وايي چې دا له اسلام څخه وړاندې د دغې سیمې تمدن او ثقافت ښيي:

”دا په رښتیا هم د لرغونې نړۍ له پاتې شوو یوه ډېره ښایسته سیمه ده. کله چې د دمشق څخه د ختیځ پر لور سفر کوئ، لېرې په دښته کې وینې چې آبادي ښکارېږي، دفعتاً مو پام کېږي چې یوه جادويي سیمه، له لوړو ستنو سره ستاسې وړاندې ولاړه ده.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *