د هيواد په ديارلسوولايتونو کي به د زدکړې پلان پلي شي د پوهني وزارت ويلي: دا پلان د هغه ماشومانو له پاره دی چي ښونځیو ته له تگه بي برخي شوي دي. بله خوا په جوزجان ولايت کي زرو ښونکيو په روان کال کي خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي

د سیمه ایزې زدکړې پلان به په باميان، دايکندي، فراه، غور، هرات، بادغيس، ننگرهار، پکتيا، پکتيکا، قندهار، هلمند، ارزگان او زابل ولایتونو کې پلی شي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ویلي:« هغه ماشومان چې په خپلو سیمو کې زدکړو ته لاس رسی نلري او عمرونه یي ښونځیو ته د تګ له عمره اوښتي او یا له لسو کلونو لږ عمر لري په دې پلان کې برخه اخستی شي.»

ددې پلان لګښت پنځه اویا میلیونه ډالره اټکل شوی چې د امریکا د پرمختیایي ادارې له لوري به ورکړل شي او د ملګرو ملتونو یونسف اداره به ددې پلان امکانات چمتو کوي.

د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې له یونه نیمه تر دریې نیم میلیونه ماشومان د ناامنیو لارې او دودونو له مخې ښونځیو ته له تګه بې برخې شوي دي.

بله خوا ویل شوي چې په جوزجان ولایت کې زرو اجیرو ښونکیو په روان کال کې خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي دوی خبرداری ورکړی که چیرې ددوی معاشونه ورنکړل شي د پوهنې ریاست ور به بند کړي دې ښونکیو چې شمیره یې یو زر دوه سوه کسانو ته رسیږي د رسمي او اجیرو ښونکیو ترمنځ پر توپیر یې نیوکه کړې او له حکومت څخه یې غوښتي ترڅو د دوی پنځه زره میاشتینی معاش ورکړي.

د جوزجان پوهنې ریس په دې برخه کې د تخصیص نشتون ښونکیو ته د معاشونو د نه وکولو لامل بولي وایي دا مسله یې د پوهنې له وزارت سره شریکه کړې او ژمنه یې کړې چې ددې ښونکیو معاشونه به ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *