هنګري وايي د کډوالو د مخنیوي لپاره به له زوره کار واخلي
هنګري وايي د کډوالو د مخنیوي لپاره به له زوره کار واخلي
همدارنګه هنګري غواړي چې د دغې میاشتې تر پایه له صربستان سره پر پوله د اغزن سیم جال خپور کړي
د هنګري دولتي ویاند ویلي، چې دغه دولت هغه پروګرام څېړي چې له مخې به یې دغه هېواد ته د کډوالو د اوښتو مخنیوي لپاره له امنیتي ځواکونو کار واخلي.
د هنګري سرحدي ځواکونه وايي، سه شنبې له ۲۵۰۰ ډېر ناقانونه کډوال دغه هېواد ته دننه شوي دي.
د دغه پروګرام په اړه به د هنګري پارلمان پرېکړه کوي او دا پرېکړه کېدای شي را تلونکې اونۍ ترسره شي.
هنګري ویلي، یوازې په روانه میاشت کې ۳۴ زره کډوال چې زیاتره یې د سوریې وګړي دي دغه هېواد ته دننه شوي دي.
اټکل شوې چې د هنګري چارواکي به نن (اګست ۲۶) د سرحدي ځواکونو د یوه نوي تشکیل رامنځ ته کېدو اعلان وکړي دوی تمه لري چې له دې لارې به هنګري ته د کډوالو له دننه کېدو څخه مخنیوی وکړي.
همدارنګه هنګري غواړي چې د دغې میاشتې تر پایه له صربستان سره پر پوله د اغزن تار جال خپور کړي.