ميدان وردګو کې د يوه ښوونځي ۳۱ زده کوونکې مسمومې شوي
ميدان وردګو کې د يوه ښوونځي ۳۱ زده کوونکې مسمومې شوي
د ميدان وردګو ولايت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ۳۱ نجونې مسمومې شوې دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي نن وويل، چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته د اول بابا په نوم ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په روغتون کې تر درملنې وروسته د بېلابېلو ټولګيو دغه زده کوونکې خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، تر اوسه د دغو نجونو د مسمومېدو اصلي علت څرګند نه دی او په اړه يې د کشفي او نورو ارګانونو هڅې روانې دي.
دا په ميدان وردګو ولايت کې په يوه ښوونځي کې د زده کوونکو د مسمومېدو لومړۍ پېښه ده.