د هلمند موسی کلا د ‘سقوط’ په اړه ضد او نقیض رپوټونه

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د ۱۸ پولیسو د وژل کېدو په اړه بېلابېل رپوټونه خپاره شوي.

د هلمند د ولایتي شوار مشر کریم اتل وویل، له تېرو پنځو ورځو راهیسې موسی کلا کې جګړه روانه وه چې تېره شپه وسلوال موسی کلا ته دننه شول او د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومندانۍ یې ونیوې.

ښاغلي اتل په جګړه کې د پولیسو وژل کېدل تایید کړل، خو زیاته یې کړه چې په ټپیانو کېد موسی کلا امنیه قومندان هم دی.

نوموړي زیاتوي، اوسمهال د موسی کلا او باغران ترمنځ سیمه کې امنیتي ځواکونه کلابند دي.

بل خوا، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په موسی کلا کې سخته جګړه روانه ده، خو له دې پوښتنې په څنګ تېر شو، چې ایا په جګړه کې کومې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې او کومې له افغان ځواکونو سره دي:

“د هلمند په موسی کلا کې روانه جګړه سخته شوې چې دمګړۍ افغان امنیتي ځواکونه په سختې جګړې بوخت دي، خو موږ ته لا داسې کوم رپوټ نه دی رسېدلی چې کومه سیمه دې د افغان امنیتي ځواکونو له ولکې وتلې وي”.

نوموړی د لسو پولیسو د ټپي کېدو خبر تاییدوي، خو د پولیسو د وژل کېدو خبر نه مني.

بل خوا د موسی کلا ولسوال محمد شریف رسنیو ته ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د مرستې غوښتنه کړې خو دوی ته مرسته ونه رسیده نو له دې کبله د ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د ولسوالۍ روغتیايي مرکزونه د دوی له ولکې وتلي دي.

له دې مخکې داسې رپوټونه رسېدلي و، چې په موسي کلا کې د وسلوالو د ځپلو لپاره تازه دمه ځواکونه رسیدلي، چې د بهرنیو ځواکونو هوایې ځواک ملاتړ هم ورسره دی.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار وایي، وسلوالو پلان درلود ، موسی کلا ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیسي.

Image caption عمر ځواک د لسو پولیسو د ټپي کېدو خبر تاییدوي، خو د پولیسو د وژل کېدو خبر نه مني

وړاندې د هلمند د پولیسو ویاند دویم څارن شاه محمود اشنا ادعا کړې، د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د وسله والو مخالفینو دوه مشهور قوماندانان له خپلو ۶۰ ملګرو سره یو ځای وژل شوي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي: ”نن سهار د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتح شوه، دښمن درانه تلفات ولیدل او له ولسوالۍ څخه وتښتېد.”

ښاغلي احمدي په نوزاد او موسی کلا کې د اوو پوستو د نیولو او تر ۲۰ د ډېرو افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي وایي، په نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې یې اووه پوستي نیولي او تر ۲۰ زیاتو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *