زابل كې ۱۲ ماين ښخونكي ووژل شول
زابل كې ۱۲ ماين ښخونكي ووژل شول
ځايي امنيتي چارواكي وايي، د زابل ولايت په شنکۍ ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال هغه وخت د افغان ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل، چې غوښتل يې د همدې ولسوالۍ پر لويه لاره ماينونه ښخ کړي.
دغه بريد تېره شپه ناوخته د يادې ولسوالۍ په دوراهي سيمه كې شوى.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال محمد صادق وايي، په دغه بريد کي ۱۲ تنه ماين ښخونکي وژل شوي، چې جسدونه يې اوس هم په سېمه کي پراته دي.
نوموړی زياتوي چې تر پېښې وروسته په سيمه کي د ملي اردو د ميشت انجينري ټيم لخوا ساحه پاکه شوې، چې پر مهال يې دوه ماينونه هم کشف او خنثی سوي دي.
د کندهار – کابل پر لويه لار ځمکنيو ماينونو که امنيتي ستونزې ډېرې کړي نو پر لويه لار يې مسافرو ته غټ سرخوږی جوړ کړی دی.
مسافر هر وخت شکايت کوي، چې پر لارې يېپلچکونه په ماينونو الوځول شوي او دوی ته يې ستونزې پېښې کړي دي.
خو په جنوب كې د ملي اردو چاراكي وايي، چې ټولې غرنۍ او لرې پرتې سيمې اوس مهال د هوايي ځواکونو له لورې څارل کېږي او تر ډېره يې امنيت تامين شوى دی.