لوېدیځ په افغانستان کې د داعش په وړاندې د مبارزې وس نه لري

همدا اوس له ورایه ښکاري، چې لوېدیځ په افغانستان کې د داعش او د هغه د متحدو ګروپونو په وړاندې د مبارزې وس نه لري. دغه خبره د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د اسیايي دویمې څانګې مدیر ضمیر کابولوف له ریا نووستي اژانس سره په مرکه کې وکړه.

ده دا هم وویل، چې روسیه د افغانستان د ملي اردو سمبالولو ته چمتو ده.

له ضمیر کابولوف څخه لومړنۍ پوښتنه: ایا په اوسنیو شرایطو کې، چې پر هغو « دودیزو » ګواښونو، چې د راپورته کېدا سرچینه یې افغانستان ده، په سیمه کې د داعش په وړاندې د مبارزې مسأله هم ورزیاته شوې، د دې شونتیا شته، چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان خپلې هلې ځلې د ناټو له هلو ځلو سره همغږي پیدا کړي؟ او که د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د اړیکو تر سړېدا وروسته دغه کار نور ناشونی ښکاري؟

ضمیر کابولوف د دغې پوښتنې په ځواب کې وایي: دغه موضوع نوره تړلې ده. او دغه کار زموږ په ګناه نه دی شوی. ناټو د ډله ییز امنیت تړون له سازمان سره له همکارۍ په خپله ډډه وکړه. خبره په دې کې ده، چې دغه سیمه د سترې اروپااسیایي سیمې یوه برخه ده. او موږ پر دې ښه پوهیږو، چې نه به امریکایان زموږ لپاره کار وکړي او نه ناټو. موږ تر هرڅه لومړی، یوازې پرخپل ځان حساب کوو. دلته له « خپل ځان » څخه زما مقصد د ډله ییز امنیت د تړون په سازمان او د شانګهای په همکارۍ ټولنه کې زموږ متحدین دي. او همدغه هېوادونه دي، چې د ترهګرۍ د ګواښ د پراختیا له خطر سره په مستقیم ډول مخامخ دي. او ترهګر به هم لومړنی ګوزار پر همدغو هېوادونو کوي.

د داعش او د طالبانو د غورځنګ — که افغاني طالبان دي او یا د پاکستان، د یوځای کېدو په تړاو خبره دومره اسانه هم نه ده، چې په لومړي نظر ښکارېدای شي. دلته ډېر څه شته، او هرڅه هم په بشپړ ډول نه دي روښانه. دا ځکه، چې د طالبانو غورځنګ، چې په وروستۍ لسیزه کې ځان ملي افغاني غورځنګ ښیي، د نړیوال جهاد له پخوانیو شعارونو لاس اخېستی او خپل ټول زور یې د افغانستان د هغو پرابلمونو حل کولو ته اړولی، چې دوی یې ویني.

دوی د افغانستان د داخلي پرابلمونو سرچینه او رېښې په هېواد کې د بهرنیو پوځونو په حضور کې ویني. دوی دغه پوځونه نېواکګر بولي. په همدې تړاو د طالبانو له غورځنګ سره پاخه دلیلونه شته، چې نه منل یې اسانه خبره نه ده. هو طالبان غواړي چې په هېواد کې د خپل تعبیر اسلامي نظم ټینګ کړي.

ضمیر کابولوف زیاتوي: له ما سره په دې تړاو ډېر شکونه دي، چې ناټو به د افغانستان له حکومت سره یوځای په هېواد کې د داعش په وړاندې مبارزه وکړای شي. او دا کومه خیالي پرېکړه نه ده. څه موده وړاندې په افغانستان کې ۱۰۰ زره کسیز امریکایی پوځ ولاړ و. او د ځان په څنګ کې یې د ناټو د هېوادونو ۵۰ زره کسیز پوځ هم درولی و. دوی ټولو په ګډه څه وکړل؟ هغه وخت چې داعش هم لا نه و، دوی د طالبانو غورځنګ له منځه یووړلای شو؟ دوی پر داسې پارتیزاني غورځنګ لاسبرتیا پيدا نه کړه، چې د سړیو په شمېر کې په وارو وارو ترې کم و او د یادولو وړ وسلې یې هم نه لرلې. نو اوس به ناټو څه وکړي؟ دوی اساسي کار ونه کړ. په افغانستان کې یې داسې ملي اردو جوړ نه کړ، چې د جنګېدو وړتیا یې لرلای او په هېواد کې د سولې د ټینګېدو جوګه شوی وای. داسې نظر هم شته، چې د هغه له مخې دغه ډول دنده په مخه کې نه وه اېښودل شوې. هغه وخت چې حامد کرزی مسکو ته راغلی و او دلته یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو له وزیر سېرګې لاوروف سره وکتل، بیخي په ډاګه وویل، چې ده د خپل ولسمشرتوب په دوره کې له امریکایي پوځي مشرانو سره په خبرو اترو له دوی نه وپوښتل، چې دوی ولې د افغانستان لپاره دسیمې په کچه داسې پیاوړی، په هوايي او زغره وال ځواک سمبال پوځ جوړ نه کړ، لکه چې شوروي اتحاد په خپل وخت کې جوړ کړی و. د امریکایانو ځواب بیخي ساده و: موږ نه غواړو چې « شوروي غلطۍ » تکرار کړو.

له ضمیر کابولوف څخه یوه بله پوښتنه هم وشوه: چې داسې ده، نو تاسې تر ۱۹۱۶ کال وروسته د پېښو د بهیر کومه سناریو وینئ؟

د روسیې دیپلومات د پوښتنې په ځواب کې وایي: که په ډاګه ووایم په اوسنیو حالاتو کې زما لپاره دا دویمه درجه مسأله ده، چې امریکایان په افغانستان کې پاتې کیږي او که نه. دوی همدا اوس په افغانستان کې دومره پوځیان پرېښودلي، چې تر پخواني شمېر په وارو وارو لږ دي. چې ۱۰۰ زرو امریکایي پوځیانو څه ونه کړای شول، نو دغه ۲۰ زره به څه وکړای شي؟ هیڅ څه نشي کولای. دلته دا هم باید له پامه ونه غورځول شي، چې اوس امریکا، د هغې مشران د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو په سوچونو کې ژوند کوي. دوی به د دې لپاره خپل ټول وس وکاروي، چې تر نومبر پورې په افغانستان کې هرڅه له بېخه وېجاړ نشي.

ضمیر کابولوف په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې زیاتوي: که چېرې په ۲۰۱۶ کال کې د پېښو بهیر د ډېرې خرابې سناریو له مخې وړاندېتګ وکړي، نو امریکایان به په افغانستان کې پاتې کېدو ته اړ شي. امریکایانو به له تېرو نه پند اخېستی وي. خو په هغو لاروچارو چې پخوا یې کارولې، دوی هیڅ شی نشي کولای. بله لاره هم نشته. او یا یې نه غواړي چې پیدا یې کړي.

وخت ډېر لږ دی. یوازېنۍ چاره دا ده، چې د افغانستان اردو پیاوړی کړي. خو افغانان باید وهڅول شي، او پر دې وپوهول شي، چې دوی د خپل ځان او د خپلې راتلونکې لپاره جنګیږي. تر اوسه خو له ټولو سره دغه ډول احساس نشته. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، د روسیې د بهرنیو چارو د اسیایي دویمې څانګې مدیر ضمیر کابولوف د خپلې مرکې په پای کې زیاته کړه: له دې ټولو دغه پایله اخېستل کېدای شي: د همدې لپاره باید د افغانستان ملي اردو ته هغه ټولې وزلې ورکړای شي، چې د بریالۍ جګړې لپاره اړتیا ورته لري. دغه کار باید په وروستیو ۱۲ کالونو کې هغه مهال شوی وای، چې امریکایان په خپل ټول قوت لا په افغانستان کې وو. هغه پوځ، چې هوایي ځواک ونه لري، د سمیې په شرایطو کې په تېره بیا د پارتیزاني جنګیالیو په وړاندې بریالی نشي جنګېدلای.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *