تحلیل (څیړنه): هغه میرمنې چې د داعش غلامي یې کړې ده

د داعش ترهګره ډله له اسیرانو سره په خپل وحشیانه چلند نوم لري. پر هغو ېزیدي ښځو چې د « اسلامي دولت » د جګړه مارانو لاس ته ورغلي، ډېر وخت جنسي تېری شوی دی.

خالدې، چې پخوا د « داعش » له جګړه مارانو سره اسیره وه، له RT ټلویزیون سره په مرکه کې له هغو زړه بوګنوونکو پېښو پرده پورته کړه، چې دې له خپلو اولادونو سره یوځای د اسارت پر مهال لیدلي دي. خالدې د خپلو سترګو لېدلی حال داسې بیان کړ:

دوی زموږ نارینه بهر ته واېستل او هلته یې په ډزو ووژل. زه یې یوه سعودي ته ورکړم. هغه له ما نه زما زوی د ۴۰ ورځو لپاره یووړ. ما ډېرې زارۍ ورته وکړې، چې زوی مې بېرته راکړي، حتا دا مې هم ورته ویل، چې زما پلار به د هغه د خلاصون په بدل کې پیسې هم ورکړي. خو ده په ځواب کې راته ویل: د تا پلار پیسې نه راکوي، هغه کافر دی. خو کله یې چې زما زوی بېرته راکړ، ومې لېدل چې هغه یې ډېر سخت وهلی دی، پر شا یې شنه شنه خاپونه له ورایه ښکارېدل. دېته یې نه پرېښودلم، چې خپلې لور ته تی ورکړم. هغه مهال چې ما دا د یوڅو دقیقو لپاره تي ته واچوله، سملاسي یې راڅخه واخېستله. او د دې ګواښ یې کاوه، چې که چېرې زه وژاړم، نو زما اولادونه به راته ووژني.

خالده په قوم کوردۍ ده او د ېزدانو په مذهبي لږه کیو پورې تړاو لري. د بېلابېلو خبرونو له مخې تر پینځو زرو پورې ېزدۍ ښځې اوس هم د « اسلامي دولت » له ترهګرو سره بندي دي. سختدریځه اسلامپال پردغو ښځو سوداګري کوي او د مینځو په توګه یې کاروي. د اسیرو ښځو په منځ کې داسې نجونې هم شته، چې د اتو کالونو دي. خالده د څو څښتنانو تر بدلولو وروسته په تېښته بریالۍ شوه. او له اسارته راخلاصه شوه.

خالدې د خپلې مرکې په ترڅ کې وویل: زما پلار سعودي ته ۹ زره ډالره ورولېږل. ده دغه پیسې واخېستې او زه یې پر یوه لیبیايي خرڅه کړم. هغه راته وویل، چې ما به خپلې کورنۍ ته بېرته ورکړي، خو مایې پر خبره باور ونه کړ. هغه موږ د کوردستان کارګر ګوند ته ورکړو.

د « داعش » د جګړه مارانو له خوا تېښتونې، جنسي تېري او وژنې په ډېرېدونکي شمېر ښځې دې ته هڅوي، چې د سختدریځه اسلامپالو جګړه مارانو پر ضد د مبارزې د جنګیالیو په لیکو کې ودریږي.

خالده هم تر ازادېدو وروسته د ښځو له هغه جنګي کنډک سره یو ځای شوه، چې د « لمر پېغلې » نومیږي. دغه جنګي کنډک د ېزدي ولسي سندرو د سندرغاړې له خوا جوړ شوی. دغه سندرغاړې حاته شینګالي نوميږي. دې پرېکړه کړې، چې د « اسلامي دولت » د ترهګرې ډلې پر ضد خپله مبارزه پیل کړي. دا دې لپاره چې د خپلو وروڼو او خویندو غچ ترې واخلي. د RT ټلویزیون خبریال د « لمر پېغلې » د ښځینه جنګي کنډک له قواندانې حاته شینګالي سره مرکه کړې، چې ځینې برخې یې تاسې ته وړاندې کوو:

هغه مهال چې د مقاومت غورځنګ پیل شو، ما هم پرېکړه وکړه، چې د « پېشمرګه » له ټولیو سره یوځای شم. زما یوه ملګري، له ماپوښتنه وکړه، چې زه خو نومیالۍ سندرغاړې یم، ولې له هېواده دباندې نه ځم. هغه ته مې په ځواب کې ورغبرګه کړه: د وطن د ژغورلو په لاره کې مرګ، هغوی ته د دغه وطن تر پېښودلو ډېر ښه ګڼم. کله چې ما د ښځو د جنګي کنډک د جوړېدا اعلان وکړ، ډېرو ښځو زما د همدغې مفکورې ملاتړ وکړ او په هغه کې یې د شاملېدو اعلان وکړ. زما په اند د دغه کار د کولو لپاره ۱۷ کاله عمر بس دی. زه د هیچا پر حقوقو پښې نه ایږدم او هیڅ ډول توپیري چلند نه کوم.

د همدغه جنګي کنډک یوې بلې جنګیالۍ هم، چې تر ټولو کشره ده، د افراطیونو پر ضد پر خپله مبارزه د رڼا اچولو په ترڅ کې له RT ټلویزیون سره په مرکه کې داسې وویل:

زه جانیه نوميږم، د ۱۷ کالو یم. زه د « پېشمرګه » جنګیالۍ یم او د « لمر پېغلې » د کنډک غړې یم. زه د « پېشمرګه » په لیکو کې د دې لپاره درېدلې یم، چې زموږ د هغو ښځو دفاع وکړم، چې د « اسلامي دولت » جګړه مارانو اسیرې کړي دي. زما کورنۍ زما د پرېکړې ملاتړ کړی. خپلوانو مې راته وویل: موږ د تا او د هغو ټولو ملاتړ کوو، چې افراطیونو اسیرې کړي دي. ورځه هغوی راخلاصې کړه. او ټول هېواد ازاد کړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *