په يمن کي د بشري مرستو لپاره بايد هوايي ډگر او بندرونه بايد پرانستل شي

د بشري مرستو په څانگه کي د ملگرو ملتونو د لوي منشي استازي له دي څرگندونو سره، د خوړو نړيوال سازمان ويلي: په يمن کي جگړې خلک له قحطی سره مخ کړي دي

اسټیفن اوبراین چې د یمن په هکله د امنیت شورا ته مالومات ورکول، په دې هیواد کې یې حالات کړکیچن ښودلي او د عربستان له لوري یې د یمن کلابندی پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده. ده پر حدیده بندر د عربستان د دوه شپو مخکې پر بریدونو نیوکه کړې او ددې برید د زیانونو په هکله یي اندیښنه ښودلې ویلي یي دي: دا ډول بریدونه په یمن کې کړکیچ نور هم ډیروي او دې هیواد ته یي په خپل سفر کې لیدلی حال زړه بوګنونکی ښودلی دی.

استيفن اوبراين وویل: ” څه مې چې ولیدل زه یي اندیښمند کړم، ملکي کسان د جګړې فشار لاندې دي. له هرو پنڅو یمنیانو څخه څلور یې مرستې ته اړتیا لري او نږدې یو نیم میلیونه وګړي د خپلو کورونو پریښدو ته اړ شوي دي . له یو نیم میلیونه ډیر ماشومان وژل شوي او د جګړې ډګر ته د استول شویو ماشومانو شمیره مخ په ډيریدو ده.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *