د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد کي افغان سفير ورغوښتي
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد کي افغان سفير ورغوښتي عزيز احمد چوهدري افغان سفير ته ويلي چي پر پاکستان د افغانانو له لوري تورونه لگول به د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي خرابي کړي
د پاکستان پر وړاندې د ملي یوالي حکومت له وروستیو څرګندونو رووسته چې ددې هیواد پر چارواکیو یې نیوکه کړې د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې کړي دي په دې وروستیو کې پاکستاني پوځیانو په کنړ ولایت د توغندیو برید کړی چې له امله یي اته افغان سرتیري وژل شوي دی دوه ورځې وړاندې بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی وو او د دوی پر بریدونو یې نیوکه کړې وه.
خو اوس د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې افغان سفیر ورغوشتی وو د پاکستان بهرنیو چارو وزیر افغان سفیر ته ویلی، د کابل له لوري پر پاکستان د تورنو لګول د دواړو هیوادونو اړیکو ته زیان رسوي. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي د پاکستان پوځیانو برید کې د افغان سرتیرو د هغه برید په ځواب کې تر سره شوی کوم چې دوه اونی وراندې یې پر پاکستان سرتیرو کړی او او پکې درې پآکستانیان وژل شوي وو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: له افغان حکومت څخه غواړو ترڅو په پولو کې له نښتو مخنوی وکړي. افغان کارپوهان وایي د افغان سفیر ورغوښتل د دواړو هیوادونو ترمنخ د اړیکو د خړ والي ښکارندویي کوي. د هغه اړیکو چې په کابل کې له خونړي برید وروسته د خرابیدو په لور روانې دي. د ملي یوالي حکومت مشرانو د هیواد په بیلا بیلو په ځانګړې توګه د شاه شهید برید غندلې او پآکستان یي له برید ګرو په ملاتړ تورن کړی دی.