طالبان د بغلان بورکي ولسوالي وداني نيم کليو متري ته رسيدلي دي   سيمه ايزو اوسيدونکو ويلي طالبان په دي سيمو کي خلک څوروي او له دوي خخه عشر او زکات تولوي له دي سره ولايتي شورا هم د وسله ولو لاس ته ددي ولسوالي د ورتگ په هکله انديشنه شودلي ده

د بورکې ولسوالی د پلخمري په یو سل پنځوس کلیو متری کې پرته ده او د تخار ولایت د شکمش او کندز له علی آباد ولسوالیو سره ګډه پوله لري. سیمه ایزو اوسیدونکي وایي دا ولسوالی په روان کال کې له ډیریو ګواښونو سره مخ وه.

یوه سیمه ازو اوسیدنکي له دې سره چې طالبانو د شپې پاڼو په خپرولو سره خلک له دوی سره همکاری او جهاد ته هڅولي خبرداری یې ورکړی چې باید خپل عشر او زکات دوی ته ورکړي که نه نو د کمیسیون له لوري به سزا ورکړل شي.

له دې سره سیمه ایزو مسولینو ویلي وسله وال طالبان په ډيریو سیمه ایزو مسلو کې دخالت لري او په دې سیمو کې یې د مجرمینو لپاره صحرایي محکمې رامنځ ته کړي دي

بله خوا د بغلان ولایتی شورا غړي وایی که چې چارواکي ددې ولسووالی امنیت ته پاملرنه ونکړي او اوسني حالات روان وي دا ولسوالی به د وسله والو مخالفینو لاس ته ورشی.

ددوی ویلی وسله والو طالبانو د ولسوالی شاوخوا سیمو کې فعالیتونه پیل کری او له خلکو خخه غواری ترخو دولت پر وړاندی ودریزی

دوی ویلی طالبانو د جوماتونو له لاری خلکو ته تبلیغات کوی خو سیمه ایزو مسولینو تر اوسه په دی هکله هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *