د خوړو نړیوال سازمان ویلي: په یمن کې د جګړې دوام خلک له قحطی سره مخ کړي دي. د ډبیلو اف پي ریس( ارتارین کوزین) قاهرې ته د خپل درې ورځينې سفر پر مهال ویلي: د یمن په بازارونو کې بشپړ خواړه نه لیدل کیږي او مرسته کونکي بنسټونه جګړې ځپلو سیمو ته له خلکو سره د مرستې په موخه لاس رسی نلري. ده د یمن ټولو هیوایي ډګرو او بندرونو د پرانستل کیدو غوښټنه کړې ویلي یي دي باید اړو کسانو ته د مرستې ورسول شي.

” یواځې بشري مرستې کولای شي د شپږ ویشت میلیونه یمنیانو ستونزې هواري کړي نو له ډې مخې هووایي ډګرونه او بندرونه له اړو کسانو سره د مرستې او سوداګری په موخه باید پرانستل شي.”

د عربستان په مشری ایتلاف یمن ته د ځمکې او هوا لارې کلابندي کړې او اجازه نه ورکوي ترڅو دې هیواد ته الوتکې او بیړۍ سوداګریز او نور توکي ولیږدوي. په دې هیواد کې له څلورو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده چې تر اوسه یي له امله له څلورو زرو ډیر کسان وژل شوي چې دیری یې ملکي وګړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *