په ایران کې د اسلامي راډیو ټلویزیونونو ۸ اجلاس د ۳۵ دیرشو هیوادونو داستازو په ګډون تر سره شو

دا غونډه د بیلا بیلو هیوادونو څخه د دوه سوه شلو ټلویزیونو شبکو او راډیو چې د پنځه دیرشو هیوادونو استازو په کې ګډون کړی وو د زمري میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د ایران په صدا او سیما کې تر سره شوه

د اسلامي راډیو ټلویزیونونو د ټولنې لوی منشي حجت الاسلام علی کریمیان ددې ټولنې د اتمې ناستې په پرانیستونکي وینا کې چې د زمري میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه یعني له یکشنبې سره یي سموند درلود او پکې ډيری استازو ګډون کړی وو وویل: د اسلامي رادیو ټلویزیونونو ټولنې اتمه ناسته په داسې حال کې پیل شوي چې اسلامي نړۍ له نیابتي جګړې سره مخ ده. په داسې حال کې دا جګړه روانه ده چې د تکفیري ډلو د سیمې او نړۍ هیوادونو د ډالرو او د یو شمیر سیمه ایزو هیوادونو په مالي او تسلیحاتي مرستو سره د اسلام ځپلو په موخه د لویدیځ جګړه پر مخ روانه ده.

کریمیان زیاته کړه: هغه پیښی په سوریه عراق لبنان پاکستان افغانستان چی په دی وختونوکی رامنځته شوی داسلام پر ضد پروژه په بشپړدو په حال کی ده او دهیواد دروانی امنیت پر خراب والی دی اصلی دښمن لویدځوال دی چی پر وړاندی اسلام مقاومت کړی دی اویوازی دسوریی جرم چی خلک دوژلو کی اخته دی له فلسطین مسکین ملت سخه حمایت یو جبهی مقاومت دی نن دسوریی په ګډون نور هیوادونه لکه افغانستان پاکستان عراق اوداسی نور د هغه چلوټو قربانیان دي چې د لویدیځوالو له لوري په لاره اچول شوې دي. همدارنګه مونږ په بیلا بیلو بیلو هیوادوننو کې د آل سعود رژیم د جنایت شاهدان یو او د زور او ډالرو دیپلوماسي ددې لامل شوې ترڅو په نړیواله ټولنه مرګوني سکوت سیوری وغوړوي.

ده زیاته کړه: اسلام د مینې، محبت، برابری، یوه بل د منلو، معنویت، او خواخوږی دین دی او ستر پیغمبر ص چې د اسلام په لاره کې ډير زیانونه وګالل د قران کریم له مخې رحمت العالیمن وګرځید. نه یواځې د مسلمانانو او مومنانولپاره رحمت بلکې د ټولې نړۍ لپاره رحمت دی.

ده زیاته کړې: د مسلمانانو او مسلیمینو پر وړاندې له چلوټې د وتلو یواځینی لاره د اسلامي ارزښتونو خپلول او د حضرت نبي کریم ص په پلونو د پل ایښودل ده. نو له دې مخې د اسلامي راډیو ټلویزیونو ټولنې خپله اتمه غونډه د رحمت پیغمبر په نامه د رسنیو د دندې او رسالت په نامه پیل کړه ترڅو ډیری رسنۍ د اسلام په څیره د تفکیري ډلو، ترهګری او د اسلام پر ضد د چلوټې دوړې پاکې شي.

کریمیان له دې سره چې په ډاګه وایو چې د مظلومانو ترڅنګ به ولاړ وو او د ظالمانو پر وړاندې به مبارزه کوو وویل: هڅه کوو ترڅو د دښمنانو له لوري د اسلام ریښتنې پټه شوې څیره روښانه او ټولو ته ښکاره کړو

له دې سره ډاکټر علی اکبر ولایتی چې په نړیوالو اړیکو کې د ایران انقلابي مشر تابه سلاکار دی، له دې سره چې سعودي عربستان تیروتنه کوي وویل: داسې ښکاري چې پر ملګرو ملتونو د مرګ ډوړې پرتې دي نو ځکه یې پټه خوله غوره کړې ده، البته ځینې زمونږ همکاران هم په نړیوالو کچه د ساګی او یا هم د ژمنو له مخې پټه خوله پاتې دي ځکه د امنیت شورا په بشپړه توګه د امریکا په واک کې نه ده.

ولایتي د خپلو خبرو په لړ کې په دې پوښتنې سره چې ولې د ملګرو ملتونو یو شمیر غړي هیوادونه د یمن ستونزې د هواری لپاره ځینې پلانونه نه وړاندې کوي زیاته کړه، ټول باید په دې پوه شي که چیرې داعش دمشق په خپل واک کې ونیسي دوی ته به یي هیڅ ډول ګټه ونه رسیږي ځکه تکفیریان نه یواځې د شیعه بلکې د ټول بشریت او اسلامیت دښمنان دي، هغه څه چې په لیبیا او مصر کې رامنځ ته شول د سني او شیعه مسله نه وه او ددې هیوادونو پیښې باید د نورو لپاره د عبرت درس وي.

ده په اوسنیو شرایطو کې اسلامي رسنیو رول ته په نغوتې سره ویلي: اوس مهال په لویدځ کې د قلم خپلواکي شتون نلري او ډيری رسنی نشي کولای د امریکا پر ضد کومه نیوکه وکړي.

د اسلامي راډیو ټلویزیونونو او مزدورو رسنیو ترمنځ ډير توپير شتون لري او دا ټولنه د هغه ځانګړتیاوو له مخې چې لري یې کولای شي د لویدیځو رسنیو د امپراتوریو پر وړاندې ودریږي.

ولایتي هغه مبتذلو او کم ارزښتو فلمونوته په نغوتې سره چې د هالیوود کې تولیدیږي وویل: دې ته په کتو سره زمونږ دنده دپاکو او با کیفیته محصولاتو رامنځ ته کول دي. زمونږ دنده د هغه هیوادونو پر وړاندې چې د استکبار پر ضد دریدلي داده چې په سیمه کې د امریکا له پرمختګ او ودې مخنیوی وکړو او په سیمه کې ددې هیواد له مزدورانو سره مبارزه وکړو.

په دې مراسمو کې د سوریې د رسنیو او اطلاعاتو وزیر عمران الزعبي وویل: پر سوریه کې ډیرې مودې راهیسې ځناوري بریدونه پیل شوي چې شدت یي په تیره نیمه پیړۍ کې ساری نلري.

ده زیاته کړې: نن جوماتونه، کلیسا ګانې. کورونه او بنسټیزې پروژې او نورې برخې په سوریه کېد له منځه تلو له حالت سره مخ دي ددې لپاره چې له داعش او تکفیرانو سره یواځې د امریکا متعدله او اپوزیسیون مخالفت کوي.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر له دې سره چې داعش د امریکا اسرایلو او عربستان له لوري رامنځ ته شوې وسله واله ډله ده وویل: نن ویلی شو چې داعش پر یمن برید کړی که څه هم په ظاهري شکل کې عربستان پر دې هیواد برید کړی دی.

ده زیاته کړه: پّ سوریه کې د مقاومت درلودونکی ولس او حکومت وینو چې د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو او نورو پروړاندې ورونه پرانستلي وو او په دمشق کې د میلمه او کوربه هیڅ ډول توپیر نه درلود. سوریې تل دلبنان او فلسطین د مقاومت او د عراق پولی هیواد وو.

الزعبي له دې سره چې اوس مهال ټوله نړۍ د تکفیري او جنایاتي ډولو د کړنو لیدونکي دي وویل: سوریې تر اوسه د مقاومت په جبهه کې خپل په لسګونه زره کسان قرباني کړي دي او دا شهیدان پوځ او ولسي ځواک دی.

د اطلاعاتو وزیر له ډې سره چې ځواکمن هیوادونه تل د پردیوتر بریدونو لاندې راغلي ویلي، باید دې ته وګورو چې له دې بریدونو او جګړو څخه څوک ګټه پورته کوي او څوک زیانمن کیږي او ځواب هم روښآنه دی چې له دې جګړې یواځې صهیونیستي رژیم ګټه پورته کوي.

ده زیاته کړه: یو شمیر هیوادونو او بنسټونو په لسګونه ملیارده ډالره پانګونه کړې ترڅو له ټولو هیوادونو ترهګر را ټول او په سوریه کې جنایات تر سره کړي.

ده پر سویه کې بندیزونو ته پّ نغوتې سره وویل: له دې سره چې نن سوریه تر ډيره ټپي شوې ده او زیان یي لیدلی خو اعلان کوو چېسوریه به مړه نشي او سقوط به ونکړي ددې هیواد بیرغ به د هیچا له لوري را کوز نکړل شي امریکا اسرایل او د سیمې هیوادونه چې له امریکا ویریږي ددې کارتوان نلري.

د سوریې د اطلاع رسونې وزیر زیاته کړې: زما هیواد د نړۍ ژوندی زړه دی اود مسلمانې ټولنې دکور یو غړی دی. له یوې ټاکنې پرته بله لاره نلرو یوه دا چې یا به د وینې تر وروستي ځاځکي وجنګیږو او یا باید مړه شو.

ده له دې سره چې د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې زمونږ دوستان په دې آند دي چېسوریه له اسلامي امت څخه د دفاع په حال کې ده وویل: که چیرې سوریه ماته وخوري امریکا او اسرایل به د مسلمانانو کورنوته د ننه شي او باید پردي هم په دې پوه شي چې د الهی عنایت په مرسته دوی به هیڅ کله خپلې دې موخې ته ونه رسیږي.

الزعبی په سوریه کې مقاومت اوجګړې ته په نغوتې سره وویل: سوریانو حتی په سعودي عربستان او اردن کې هم شهیدان ورکړي دي خو اوس دډې کار نتیجه وینو.

د سوریې اطلاعاتو وزیر په وینا: هره لاره چې دسوریېولس د خلکو خپلواکی او ددوی ټاکلشوي مشر ته زیان ورسوي دوی ته به د منلو وړ نه وي او دا هڅې به له ناکامۍ سره مخ شي. ده ویلي: مونږ له خپلو ملي اسلامي ټاکنو دفاع کوو او دایران اسلامي جمهوریت دسوریې له دفاع څخه ځینې ژمنې لري نه یواځې په دې موخه چې یو وخت سوریه دایران تر څنګ ودریږي دا کار تر سره کوي. الزعبی ټینګار کړی: سوریه به اجازه ورنکړي چې ددوی یوه لویشت خاوره هم تجزیه شي.

له دې سره حجت الاسلامولمسلیمین شیخ نعیم قاسم ددې مراسمو په پرانستیونکي وینا کې وویل: د رسنیو اصلي دنده د خبرونو خپرول او رامنځ ته کول ده خو پّ دې برخه کې ځینې رسنۍ له خپلې اصلي لارې وتلې یعنې دا چې یا دروغ وایي او یاهم تور پورې کوي.

ده ویلي د ټول ولس او خپلو مخاطیبنو لپاره رښتیا ویل د اسلامي رسنیو له اصلي دندې څخه شمیرل کیږي که چیرې په رښتیا ویلو سره خپلو هدفونو ته ونه رسیږو نو پّ دروغو ویلو هم نشو رسیدلی چې په دې سره به د منحرفانو په لومو کې ونښلیګو.

د حزب الله ګوند د لوی منشي مرستیال له دې سره چې انسان د هغه څه چې وایي یې مسول دی زیاته کړه: رسنی باید د اسلامي هیوادونو له لوري په ښه توګه وړاندې شي او په دې برخ کې باید د کلتور جوړونه وشي ترڅو مسلمان ولس په دې پوه شي چې له کومي لارې ریښتینولي تر لاسه کولای شي او کولای شي ترڅو دروغجنې رسنی له ریښتني رسنیو څخه بیلې کړل شي.

د حزب الله ډلې د اسلامي راډیوټلویزیونونو له ټولنې له کارکونکو څخه پّ مننې سره وویل: له دې سر چې اسلامي رسنی د لویدیځ پلوو رسنیو سره د پرتلې وړ نه دي خو هیله مند یو چجې دا بهیر همداسي دوام ولري.

او په دې سر به د دروغجنو او ریښتینو رسنیو ترمنځ توپیر وشي

ده زیاته کړې: که چیرې وغواړو سیاسي لید لوری په ډاګه کړو چې په رسنیو کې یو لاس او یو ډول وي وویل: په نړۍ او سیم کې جګړه په دوو هدفونو روانه ده لومړی دنیواک ګرو هیوادونو له لوري او بل لور ته د نیواک ګری پر وړاندې جګړه د نیواک ګری بهیر تر اوسه دوام لري او محرفان هم په دې آند دي خو محور پّ کړی کې ټول کسان چې په ریښتینې عقیدې سره او دانساني لوړ کرامت د نسلونو د روزنې او د دیني اصولو رعایت ایمان لري په دې برخه کې به شتون ولري.

شیخ نعیم قاسم په ډاګه کړل: دشمنان په مذهبي عنوان باندې دجګړې لید لوری ټاکي ترڅو له ملتونو لاره ورکه کړي او خپلو کړنو ته مشروعیت ور په برخه کړي او له دې سره روان حالات مقدس وشمیري ترڅو په ډې سره خپل کمزوری لید لوری پیاوړی وښیي.

د لبنان حزب الله ډلې مرستیال له دې سره چې دښمنان هڅه کوي ترڅو پر اسلامي هیوادونو واکمني ولري زیاته کړه: دا زمونږ دنده ده چې له مذهبي فتنو څخه ډډه وکړو ځکه دا یوه نه ریښتینې جګړه ده او د مسلمانانو ترمنځ د شخړو او نښتو پّ موخه په لاره اچول شوې ده. مذهبي جګړه هغه لارې ورکونکې جګړه ده چې له ټولو لاره ورکوي او باید مسلمانان له دې ډول جګړو ډډه وکړي.

د دې مراسمو په لړ کې د یو نیوز خبري سایت چې د اسلامي راډیو ټلویزیونو رسمي سایت دی د غونې ګډونوالو له لوريپرانستل شو او پّ رسمي توګه یې پّ کار پیل وکړ.

دا سایت به اسلامي هیوادونو د حوزې په هکله خبرونه خپروي او تر اوسه یي د پنځو زرو خبرونو په تولید باندې بریالی شوی دی په داسې حال کې چې په یوه کال کې یو سایت باید دولس زره خبرونه تولید کړي او دا نړیوال ستندرد دی. ډیری وخت د یو نیوز خبرونه د سلامي هیوادونو په ځانګړې توګهد سوریې لبنان یمن او بحرین په هکله دي.

داسلامي راډیو ټلویزیونو د ټولنې اتمه غونډه او د یوالي شپږمه جشنواره د «پیامبر رحمت، رسالت رسانه‌های مقاومت» تر نامه لندې تر سې شبنې پرانستل شوې وه چې د زمري میاشتې له اوه ویشتمې سره سمون لری.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *