په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې د دولت د تبعیض دوام

په داسي حال کي چي د ميانمار ولسمشر په سيلاونو کي د اوه ويشتو کسانو له مړيني وروسته بيړنۍ حالت اعلان کړی يو شمير پنډغاليو ته يي د مسلمانانو د ورتگه مخنيوی کړی دی

د ديريو اورشتونو او سيلاونو له امله په زرگونه کسانو د بودايانو صومعو ته پناه وري ده خو دي امنو سيمو ته د مسلمانانو له ورتگه مخنيوي کيزي د هيواد ديني عالمانو ددي تبعيض د پاي ته رسيدو غوښتنه کړې ده

په میانمار کې د سیلاونو له امله له اوه ویشتو کسانو مړینې وروسته ولسمشر په دې هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی. خو یو شمیر امنو سیمو او پنډغالیو ته د مسلمانانو د ورتګ مخنیوی کیږي. د میانمار ټایمز ورځپاڼې ویلي امینتي سرتیرو روهینجایی مسلمانان له جوماتونو او مدرسو په زور سره باسي.

د بامیانو عالمانو شورا غړي له مونږ سره په ټلفوني اړیکه کې د مسلمانانو پر وړاندې د میانمار دولت دا له تبعیضه ډک چلند غندلی او دې حالت ته یي د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده. ښاغلي بامیاني ویلي: د میانمار دولت د مسلمانانو پر وړاندې تل ځناوري ګام پورته کړی او ددوی تبعیض خپلې وروستی کچې ته رسیدلی. د بامیانو شیعه عالمانو د شورا کلتوری کمیسیون ریس زیاته کړې له دې سره چې د مسلمانانو پر وړاندې ټوله نړۍ د بودیانو له زور زیاتي څخه باخبره ده خو ددې جنایت پر وړاندې یې پټه خوله غوره کړې او د مخنیوي لپاره یې هیڅ ډول ګام نه دی پورته کړی.

ملګري ملتونه وایي: د راخین په پنډغالي کې یو سل څلویښت زره کسانو پناه ا خستې چې ډيری یې مسلمانان دي. په دې وروستیو کې په میانمار کې ډيری اورښتونه او له امله یي سیلاونه رامنځ ته شوي چې خلکو ته یي ډير مالي او ځاني زیان رسولی دی. ددې هیواد یوې مسولې اداري ویلي ډيری سیمه اوبو پوښلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *