د کډوالو په هکله د فرانسې او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنه
د کډوالو په هکله د فرانسې او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنه
د انگلستان او فرانسي کورنيو چارو وزيرانو له اروپايي ټولني څخه غوښتي ترڅو په کاله بندر کي د کډوالو ستونزي د هواری په برخه کې اساسي گام پورته کړي
دوی د سندي تلگراف په ورځپاڼه کي د مطلب په ليکلو سره اوسنی حالت ته د کډوالو کړکيچ نوم ورکړی دی
هغه کډوال چې د فرانسې کاله بندر ته رسیدلې هره شپه به هر ډول سره غواړي ځانونه بریتانیا ته ورسوي. په دې بندر کې میشتو کدوالو په کراتو هڅه کړې ځانونه هغه ترمینال یا د موټرو هډې ته ورسوي چې له هغې وروسته د بریتانیا خاورې ته د ننه کیږي. د سه شنبه په شپه یو کډوال چې په ظاهري توګه د سوډان اوسیدونکی ښکاریده ددې هیڅې په لړ کې وژل شوی دی. د جون میاشتې راهیسې دا ډول اته تنه کډوال وژل شوي دي.
له دې مخې دا دوه هیوادونه اړ شوي ترڅو د مرستې لپاره نورو اروپایي هیوادونو ته خپل لاسونه اوږده کړي. د انګلستان او بریتانیا چارواکیو ددې غوښتنې موخې امنیتي حالات ښودلې له دې سره د د انګلستان لومړي وزیر او د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند پریکړه کړې چې په دې سیمه کې به امینتي چمتوالي ته زور ورکوي او د نورو کډوالو د ورتګ مخنیوی به کوي. دوی ویلي چې د کډوالو د مخینوي لپاره به د پټو کمرو پولیس سرتیرو په ملکي جامو کې د امینتي سرتیرو شمیره لوړوي او کتارې به جوړوي.
د انګلستان او فراسنې کورنیو چارو وزیرانو په لیکل شوې سرلیکنه کې ویلي: کاله ته رسیدلي ډيری کډوال له ایټالیا او یونان څخه راغلي نو له دې مخې مونږ د نورو اروپایي ټولنې د هڅو غوښتونکي یو ترڅو د غیر قانوني کډوالو مخینوی وکړي او دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي. دوی وراندیز کړی چې باید د ددې ستونزې هواری لپاره تل پاتې موخې وټاکل شي او هغه کډوالو ته وویل شي کوم چې اروپا ته د ښه ژوندانه په موخه را روان دي چې زمونږ واټونه په سرو زرو نه دي پوښل شوي.