په باميان کې د ماين چاودنې له کبله درې ماشومان ووژل شول
په باميان کې د ماين چاودنې له کبله درې ماشومان ووژل شول
د باميان ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له کبله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د باميان امنيه قومندان مل پاسوال عبدالمبين ايزديار وويل، دغه پېښه د پنجشنبه په ورځ له غرمې وروسته د يکاولنګ ولسوالۍ په فېروز بهار کلي کې رامنځته شوې چې په پايله کې يې درې ماشومان وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی.
د هغه په خبره ټپي ماشوم روغتون ته لېږدول شوی او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د باميان د امنيه قومندان په خبره هغه ماشومان چې وژل شوي او ټپيان شوي دي عمرونه يې د لسو او پنځلسو کلونو تر منځ دي.
نوموړی زياتوي، دغه ماين د پخوانيو جګړو له وخت څخه په دې سيمه کې پاتې وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د ماين د چاودنې له کبله د د باميان په مرکز کې ۵ ماشومان وژل شوي وو.