“جلال الدین حقاني یو کال وړاندې مړ شوی”

 ته د پاکستاني طالبانو یوه مشر ویلي چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني یو کال وړاندې مړ شوی دی.

حقاني د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له کبله مړی شوی او په افغانستان کې د دننه خاورو ته سپارل شوی دی.

له تېرو څو کلونو د جلال الدين حقاني د مړينې په اړه راپورونه ورکړل شوي وو خو شبکې يې د مرګ خبرونه ردول.

جلال الدين حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو چارو وزير و.

جلال الدين حقاني پر ۱۹۸۰ کلونو کې د شوري اتحاد پر وړاندې جګړه کې د يوه مهم قوماندان په توګه پېژندل کېده او د ځدراڼو له قوم څخه دی.

ويل کېږي اوسمال د حقاني شبکې پوځي مشري د ده زوی سراج الدين حقاني پر غاړه لري.

افغان دولت وايي حقاني شبکې په افغانستان کې دننه ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونه ترسره کړي دي.

د پنجشنبې پر ورځ (۳۰ جولای) طالبانو تر هغه يوه ورځ وروسته د ملا عمر مړينه ومنله چې افغان دولت يې اعلان وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *