افغان ځواکونو نوزاد ولسوالۍ له طالبانو بېرته نيولې ده

له تېرو څو ورځو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه وه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د هلمند نوزاد ولسوالۍ يې له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ويلي “د افغان ځواکونو د تاکتيکي په شاتګ له کبله د نوزاد ولسوالۍ طالبانو نيولې وه، خو نن يې د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې له طالبانو بېرته ونيوله”.

ښاغلی وزيري وايي په سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړي او وايي په ځينو ځايونو کې اوس هم جګړه روانه ده.

افغانستان د کورنيو چارو وزارت په خپله فېس بوک پاڼه کې ليکي چې افغان ځواکونو پر نوزاد له بريد وروسته دغه ولسوالي نيولې او وسله والو طالبانو ته يې زياته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی وايي په دې جګړه کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دې بيانيه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

له تېرو څو ورځو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه وه.

تېره چهار شنبه وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو د نوازد ولسوالي نيولې وه.

وسله والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې پر دولتي ځواکونو بريدونه ډېر کړي.

ويل کېږي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې له خبر وروسته د طالبانو په ليکو کې يو لړ اختلافات پيدا شوي دي.

شننونکي وايي د طالبانو خپلمنځي لانجې به طالبان کمزوري کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *