په روم کې، داسرایلو له بهرنیو چارووزیر سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر غیر رسمي لیدنه

د اسرایلو نیواک ګر رژیم بهرنیو چارو وزیر له ترکیې سره د نږدي اړیکو د ټینګښت په موخه له خپل ترکي سیال سره په روم کې لیدلي دي.د یدیعوت خبري آژآنس د ریپوټ له مخې، په دې وروستیو کې دورګولډ د (Dore Gold) د قدس نیواک ګر رژیم د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی او روم ته یي په ناڅاپي سفر سره له خپل ترکي سیال “فریدون هادی سینیرلی اوغلو” (Feridun Hadi Sinirlioğlu) سره لیدلي دي.

دا سفر له یوسی‌کوهن(Yossi Cohen) سره له هغږۍ پرته چې د اسرایلي رژیم ملي امنیت سلاکار دی او د شلیم او انقرې ترمنځ د خبرو مسول وو تر سره شوی. له دې سره ګولډ له دې سفره جوزف سیچانور(Joseph Ciechanove) چې د ترکیې په چارو کې د نتنیاهو استازی دی، نه دی خبرکړی. د یوې ناپیژندل شوې خبرې سرچینې له مخې، روم ته ددې اسرایلي رژیم چارواکي سفر له کوم پلان پرته تر سره شوی چې موخه یي په ځانګړې محفل کې ګډون ښودل شوی دی او ددې لیدنې په هکله ډیر مالومات نه دي خپاره شوي.

د قدس نیواک ګر رژیم بهرنیو چارو وزارت ویاند (امانویل ناچشون) په دې هکله له هر ډول څرګندونو ډډه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مخکې له دې په اسرایلي رژیم کې د ترکیې د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده. نو له دې مخې دی له رسمې دندې پرته د اسرایلي رژیم د پآم وړ کس دی او د خپلو شخصي اړیکو په کارولو سره د اسرایلي رژیم او ترکیې ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې ګټه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *