د عربستان چوپړتیا، د داعش کښت خړوبه کړ

امریکایي پانګه وال، جورج سوروس، دخپل یوه یاداشت په خپرولو سره ددې هیواد چارواکیو ته سپارښتنه کړې ترڅ د دریمې نړیوالې جګړې له رامنځ ته کیدو مخنوی وکړي. سورس چې د «نیویورک review» په پایګاه کې خپل یاداشت خپورکړ، ده منځني ختیځ روانو حالاتو ته یي په نغوتې سره ویلي: د داعش وسله واله ډله د عربستان له لوري رامنځ ته شوې ده زیاته کړې: «عربستان سعودی د داعش تخم په سیمه کې کرلی او له دې ډلې د ریاض ملاتړ داعش پیاوړی کړی دی. له ترهګریزو ډلو د عربستان ملاتړ ددې ډلو لمن منځني ختیځ او اروپا سربیره امریکا ته هم رسیدلې ده او کیدای شي په نږدې راتلونکې کې د داعش له لوري د امریکا او اروپا په میترو ګانو او تمځایونو کې ځانمرګي او نور بریدونه تر سره شي. دې ته په کتو سره باید تر نږدې راتلونکې د عربستان له لوري د داعش په څیر د ترهګریزو دلو له ملاتړه مخنیوی وشيم».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *