سعودي عربستان په جنګي جنایت تورن شوی

د بشرحقونو پر يمن د سعودي عربستان په هوايي بريدونو کي د ملکي کسانو پر وړاندې د جنگي جنايت په هکله نيوکه کړې ده

دي بنسټ چي مرکز يي په نيويارک کي دی ويلي، سعودي عربستان تيره اونۍ په يمن کي د اوسيدنې پر سيمو په بريدونو سره په ظاهري توگه جنگي جنايت تر سره کري ي

د بشر حقونو بنسټ دا منلې چې د زمري میاشتې په دوهمه نیټه سعودي عربستان په یمن کې د اوسیدنې پر یوه سیمه چې له سره سمندر سره پرته ده برید کړی چې له امله یي د لسو ماشومانو په ګډون پنځه شپیته کسان وژل شوي دي.

د بشر حقونویوه لوړ پوړي چارواکي ویلي: سعودي عربستان په مخا کې د کارکونکو پر کورونو هوایي بریدونه کړې او په عملي توګه یي جنګي جنایت تر سره کړی دی په داسې حال کې چې په دې سیمه کې هیڅ ډول وسله والو او پوځي مرکز شتون نه درلود ده ویلي ددوی په آند دا یو جنګي جنایت دی.

عیني شاهدانو له نړیوالو رسنیو سره په مرکه کې ویلي: په دې برید کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او په دې سیمه کې هیڅ یوه پوخي شتون نه درلود.

له دې سره د بشر حقونو څانګې ویلي سعودي عربستان له هغه قوانینو چې د جنګي جنایت د تر سره کیدو مخنیوی کوي سرغړونه کړې ده. له دې سره دې بنسټ د یمن هوایي او سمندري لارو بندول غندلي دي. د بشر حقونو سازمان په دې وروستیو کې امریکا پر یمن د سعودي عربستانه په ملاتړ تورنه کړې ده دوی ویلي امریکا د سعودي عربستان الوتکو ته د سوند او له دی سره د اطلاعاتو په برخه کې په مرستې سره پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو ملاتړ کوي.

د ملګر ملتونو له لوري د خپرو شویو مالوماتو له مخې: پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف د بریدونو له پیله تر اوسه ۱۹۰۰ ملکي کسان وژل شوي او له څلور زره یوسل اتیا ډیر نور ټپیان دي. سیمه ایز رسنی او چارواکي وايي د مرګ ژوبلې کچه له دې ډیره ده او څینې یي حتی وایي چې په دې بریدونو کې تر پنڅو زرو کسان وژل شوي دي. سعودي عربستان د وري یا حمل میاشتې له شپږمې نیټې ر اهیسې د ملګرو ملتونو له   جواز پرته پر یمن هوایي بریدونه پیل کړي چې موخه واک ته د منصور هادي را ګرځول او د حوثیانو کمزوري کول ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *