د اټومي پلان د نه پلي کیدو اندیښنه

په دې سره په داسې حال کې چې دواړو خواوو هڅه کوله ترڅو دا هوکړه خپلو هیوادوالو ته د منلو وړ کړي د ایران مشر آیت الله خامنه اي تیره اونۍ یوځل بیا امریکایان تر ډیره ناهیلې کړل او دوی یې په دې پوه کړل چې د ددې هوکړې په تر لاسه کیدو سره باید تر ډیره هیله مند نه وسي. د ایران مشر ویلي د امریکا پر وړاندې د ایران تګلارې بدلون نه دی کړی او دا هوکړه یوآخې د اټومي پلان په کړۍ کې رامنځ ته شوې ده. ایراني مشر حتی په دې برخه کې د هوکړې د تر لاسه کیدو له کلمې ویلو ډده وکړه وویل دا باید د قانون له مخې د ولسي جرګې له لوري تصویب شي.

تیره اونۍ د اختر په ویاړ د خبرو پر مهال د خامنه ای څرګندونې ټولو ته حیرانونکې وې ده د اختر خطبې له تربیونه یو ځل بیا د ایران پر سرو کرښو ټینګار و کړ او د اټومي پلان له کړی وتلې ټولې هیلې یې سړې کړې. دا خبرې دومره جدي او په ډاګه وې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر چې د خپل وزارت په دوران کې له ایران سره د اټومي پلان په هکله هوکړه د خپل پړاو لویه لاسته راوړنه ښوده له اندیښنو سره مخ کړ ده ویلي نه پوهیږي چې په دې وخت کې د ایران د مشر خبرې څه ډول تفسیر کړي.

د ایران مشر آیت الله خامنه اي د اختر په خطبه کې د خپلو خبرو په لړ کې وویل له ډې سره چې د اټومي پلان په هکله ددوی حکومت او لویدیځ یوې هوکړې ته سره رسیدلي خو په هیڅ ډول به د امریکا پر وړاندې ددوی تګلاره بدلون ونکړي او په سیمه کې ددوی سیاست د امریکا له سیاست سره یو سل اتیا درجې توپیر لري.

له دې سره د ایران مشر ویلي هیواد یي له امریکا سره په بیلا بیلو اړخونو او نړیوالو مسایلو خبرې نه کوي او د اټومي پلان په هکله یي له دوی سره د مصلحت له مخې خبر ې کړې دي یواځې دا مسله هم نه وه بلکې مخکې له دې هم ځینو خبرو شتون درلود.

ده ویلي اجازه به ورنکړو چې مقابل لوری د هوکړې له متنه ناوړه ګټه واخلي آیت الله خامنه ای یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پوځي او دفاعي برخه ددوی له سرې کرښې شمیرل کیږي او دوی به یي وساتي او ایران به د مقابل لوري ډيرو غوښتنو ته سر ټيټ نکړي.

د ایران مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: دوی له هیڅ ډول جرګې هرکلی نه کوي ده ویلي مونږ د هیڅ دول جګړې غوښتونکي نه یو او مخکې له مخکې هم ګام نه اخلو خو که چیرې دلته کومه جګړه رامنځ ته شي هغه څوک چې سر ماتی به له جګړې وځي هغه به امریکا او تیري کونکي وي ده ویلي که چیرې دا متن تصویب شي یا نشي مونږ په سیمه کې د خپلو ملګرو له ملاتړه لاس نه اخلو

د ایران د مشر موضع د امریکایانو لپاره ټکان ورکونکې وه تر هغې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر   جان کري وویل چې د خامنه اي خبرې نشي نفسیرولی او دا دوی ته د اندیښنې وړ ده.

د امریکا دولت د ویانا له خبرو وروسته په دوه جبهو کې فعاله شوی د امریکا ولسمشر په خپله هڅه کوي ترڅو په کنګره کې ددې هوکړې د مخالفینو او پلویانو ملاتړ تر لاسه کړي. اوباما تیره اونۍ کنګرې ته خبرداری ورکړ که چیرې دوی دا هوکړه تصویب نکړه او منفي رایه یي ورکړه دی به د کنګرې تصویب ویتو کړي.

له دې ګواښ سره دډې تړون د مخالفینو کچه په کنګره کې لوړه ده او اوباما اړ شوی ترڅو ددې تړون په هکله پر عمومي افکارو زور واچوي ده تیره اونۍ ددې هوکړې پر مخالفینو نیوکه وکړه وویل ډیری کسان شتون لري چې د عراق په جګړه کې یې له بیړې کار واخیست له دې سره اوباما د امنیت په شورا کې له ایران سره د هوکړې له تصویبه هم هرکلی وکړ. دا هوکړه د امنیت په شورا کې په غوځ اکثریت سره یعني د پنځه لسو غړیو له لوري په پنڅه لسو مثبتو رایو سره تصویب شوه.

د امریکا دولت تیره اونی دا هوکړه کنګرې ته واستوله خو د امریکا ولسمشر له دې هم ویره لري چې ددې هیواد کنګره به وکولای شي ترڅو له دریو دوه برخې سره راټولې او دده ویتو بې اغیزه کړي نو له دې مخې په خپله اوباما له دې هوکړې د دفاع په موخه د ډآډ ورکولو ډګر ته را دانګلي د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري هم له دې وروسته چې د هوکړې مخکین لیک کنګرې ته وسپارل شو دخلکو استازو ته یي خبرداری ورکړ وویل که چیرې کنګره دې هوکړې ته منفي رایه ورکړي د ایران کابو کول به شونې نه وی.

د اوباما دولت نتنیاهو ته هم چاره په پام کې نیولې ده او تیره اونۍ د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر د ایران ټومي پلان په هکله د ډاډ ورکولو لپاره اسرایلو او عربستان ته لاړ ترڅو ددې هیوادنو مشرانو ته ډاډ ورکړي د اسرایلو رژیم له ایران سره هوکړه د خپل ځآن لپاره له مرګ سره پرتله ښودلې نتنیاهو ویلي دوی له ډې هوکړې سره مخالفت لري او د ځآن د دفاع لپاره هر کار کې اړین وي دوی یې تر سره کوي او دا هوکړه یي یوه تاریخي تیروتنه ښودلې ده. عربستان هم ویلي دې هوکړې ته باید داسې سمون ورکړل شي چې پر ایران بندیزونو ته لاره پرانیزي

پّ ایران کې هم د ایران ولسمشر په دې هوکړه کې خپله بریا ښودلې وینا د فوتبال له ډګر سره ورته ښودلې ویلي یي دي بریا په دې مانا ده که چیرې ایران درې ګولونه وهلي خو دوه ګولونه یي خوړلي دي د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ملګرو ملتونو له لوري د دوه زره دوه سوه یو دیرشم پریکړه لیک له تصویب وروسته دا هوکړه د ایران ولسي جرګې ته وسپارله او د علي اکبر صالحي سره یي چې د ایران د اتومي پلان ریس دی په دې هوکړې سره یي د ایران ولسي جرګې غړیو ته ډآډ ورکړی دی.

ده ویلي دا هوکړه د اسرایلي رژیم د شنل کیدو لامل ګرځي چې په دې سره به د ایران امنیت هم خوندي شي ده د امنیت شو را له لوري د هوکړې متن چمتو کولو په برخه کې د ایران رول ته په نغوتې سره ویلي دا د امنیت په شورا کې لومړی ځل دی چې دا شورا د یوې هوکړې په هکله په خپلو کې سره خبرې کوي او دا ډول دډې شورا په تاریخ کې ساری نلري. له دې سره ظریف ویلي دا هوکړه د راکړې او ورکړې له مخې رامنځ ته شوې او دواړو خواوو یوه بله ته څه ورکړي او یو څه یي له لاسه وتلي دي د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي په ډې هوکړه کې تر ډیره د ا یران سرې کرښې ساتل شوې او په دې برخو کې مداخله نه ده شوې.

اوس د اتومي پلان په هکله هوکړه د ایران او امریکا د ولسي جرګو له لوري د تصویبیدو په حال کې ده او کیدای شي د دواړو هیوادونو د ولسي جرګو له لوري تصویب شي له دې سره په تیره اونۍ کې د ایران مشر آیت اله خامنه ای ځرګندونو دا په ډاګه کړه او دا یي وښوده چې باید لویدیځ لوری له ایران سره دا هوکړه د ټولو اختلافاتو د هواری په مانا وګڼي او نه به هم د امریکا په هکله ددوی تګلاره بدلون وکړي. له دې څرګندونو و روسته د بریتانیا لومړي وزیر هم ویلي دا هوکړه له یارانو سره د ټولو هوکړو په مانا نه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *