په “مخا” کې ځناوري وژنه او د نړیوالو رسنیو پټه خوله

په ۲/۵/۱۳۹۴، نیټه چې د تیرې له شپې سره سمون لري په تعز کې د برښنایي مرکز د مخا اوسیدنې سیمه د عربستان په مشری د ایتلاف تر بریدونو لاندې راوستل شوه. په دې بریدونو کې د ماشومانو، ځوانانو، ډیر عمر لرونکواو کارکونکو په ګډون له یو شمیر کورنیو څخه ۱۵۰ کسان ووژل شول او ۱۵۰ نور هم ټپیان شول. ددې ځناوري بریدونو پر وړاندې نړیوالو رسنیو پټه خوله غوره کړې ده.

د سعودي عربستان په مشری ایتلاف د قربانیانو د شمیرې لوړوالي په موخه په خپلو کورنو کې بیده کسان تر برید لاندې راوستل. خو کله چې د خلو د ژغورنې او له ړنګو د دوی د راایستلو په موخه امبولانسونه او نور کسان په سیمه کې سره را ټول شول په همدي سیمه بیا ځلې بریدونه وشول چې له امله یې د قربانیانو شمیره تر ډیره لوړه شوه.

خبرې سرچینو ویلي: په دې بریدونو کې له یو ډول شنو رنګو بمونو څخه کار اخستل شوی چې د چادنې له امله یي خلک په سترګو او د بدن نورو غړیو څخه ټپیان شول

هغه څه چې د اندیښنې وړ مسله ده، په دې برخه کې د سعودي او نورو عربي هیوادونو د رسنیو پټه خوله ده او یا یې ددې برید په تلفاتو د پردې اچول ده. حتې دې رسنیو اعلان وکړ چې د سعودي عربستان هوایي ځواکونو د حوثیانو یوه پوځي مرکز په نښه کړی دی.

همدارنګه د انقلاب عالي کمیټې غړي “توفیق الحمیری” د سعودي عربستان نمایشي اوربند ته په نغوتې سره، د اوربند د اعلان موخه د مخا د برید په تړاو د خلکو د قهر سوړول ښودلې ویلي یي دي، سعودي عربستان له دې برخې څخه خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته د رسیدو په موخه کار اخلي. ده دروغین اوربند د دښمن له لوري په لاره اچول شوي یو ډول رواني او د ناورین رامنځ ته کولولپاره یو تکتیکي مدیریت ښودلی دی. ده ویلي دا اعلان پر هغې کړنې د سر پوښ ایښودلو په مانا ده کوم چې پّ سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او دا اوربند بله څه نه دي بلکې د مخا پیښې د هیرولو په موخه رامنځ ته شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د تعز ښار له یوې خوا د ولسي ځواک، پوځ او ولسي کمیټو له لوري له تکفیري ډلو سره مبارزه او له بلې خوا پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف بریدونه روان دي په دې هیله جې تکفیري ډلې واک ته ورسوي او دوی ته واک په لاس ورکړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *